لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : د رېنجرو په گاډي ځان مرگي بريد کې دوه رېنجر ژوبل شوي


کراچۍ کې د زيارت په ورځ پوليس باندې هم چاؤدنه شوې او ۱۳ پوليس پکې وژل شوي وو .
کراچۍ کې د زيارت په ورځ پوليس باندې هم چاؤدنه شوې او ۱۳ پوليس پکې وژل شوي وو .

د کراچۍ ښار په قيوم اباد سيمه کې د رېنجرو په يو گاډي چې د رېنجرو يو افسر پکې روان ؤ ، ځان مرگي بريد شوی او دوه رېنجر پکې ژوبل شوي دي ، ښار کې د زيارت په ورځ پوليس باندې هم چاؤدنه شوې او ۱۳ پوليس پکې وژل شوي وو

د کراچۍ ښار په قيوم اباد سيمه کې د رېنجرو په يو گاډي چې د رېنجرو يو افسرپکې روان ؤ ، ځان مرگي بريد شوی او دوه رېنجر پکې ژوبل شوي دي ، ښار کې د زيارت په ورځ پوليس باندې يوه چاؤدنه شوې وه ، او ۱۳ پوليس پکې وژل شوي وو.
د کراچۍ ښار د کورنگۍ سيمې په قيوم اباد کې نن د جمعې په ورځ د رېنجرو په گاډي د شوي ځان مرگي بريد په اړه د رېنجرو وياند مطبوعاتو ته وئيلي ، د رېنجرو ونگ کمانډر په گاډي کې روان ؤ، چې بريد پرې وشو.
پېښه کې ژوبل شوي دوه رېنجرز پوځي روغتون شفا ته وړل شوي دي .
د رېنجروياند ترمخه چې د پېښې د ځايې نه د بريد کوؤنکي د وجود سر، پښې او ځينې نور اندامونه ترلاسه شوي ، ځکه دا ځان مرگی بريد دی .
د سرچينو ترمخه د ځان مرگي بريد کوؤنکي د وجود اندامونه د پېژندگلو دپاره جناح روغتون ته لېږل شوي دي .
د چاؤدنې له امله گاډي ته هم زيان اوختی دی ، او د پېښې پړه لا چا په غاړه نه ده اخيستې .
ښار کې د رېنجرو گاډی په داسې حال کې په نخښه شوی دی چې نن سحر د رېنجر چارواکو لخوا وئيل شوي ؤ ، چې رېنجرو په سهراب گوټ او سرجاني ټاؤن کې په غټه کچه د ترهگرو او وران کارو په ضد عمليات پېل کړي دي .
او د راپورونو ترمخه په دغو عملياتو کې رېنجرو د يو شمېر شکمن ترهگرو او وسلې ترلاسه کېدو ادعاوې کړي دي .
کراچۍ ښار کې په دوهمه ورځ پرله پسې دا دوهمه چاؤدنه ده ، د زيارت په ورځ د ښار په شرقي سيمه شاه لطيف ټاؤن کې د پوليس په بس باندې چاؤدنه شوې وه ، او په هغې کې۱۳ پوليس وژل شوي او د ۴۰ څخه زيات ژوبل شوي وو.
پوليس باندې د شوي بريد پړه د تحريک طالبان پاکستان وياند شاهد الله الله په سر اخيستې وه او وئيلي ؤ ، دا د پوليس او رېنجرو لخوا د طالبانو د غړو د وژنې بدل دی .
په کراچۍ ښار کې د تېر کال ستمبر د مياشتې راهسې رېنجر او پوليس د ترهگرو او وران کارو به ضد هدفي عمليات کوي .
د زيارت په ورځ د کورنو چارو مرکزي وزير چودهري نثار علي خان د کراچۍ د دورې په مهال وئيلي ؤ ، هېواد کې د امن دپاره طالبانو سره مذاکرات او ترهگري دواړه يو ځايې پرمخ نه شي تلی .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG