لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا صوفي محمد: د پاکستان پوځیان مجاهدین دي


په پاکستان کې د غیر قانونه ګرځول شوي ډلې تحریک نفاذ شریعت محمدي مشر او په غدارۍ تورن مولانا صوفي محمد د قید نه خوشي کیدو وروسته په لومړۍ مرکه کې ویلي پاکستاني پوځیان مجاهدین دي او ویلي د پوځ بغیر به هیواد تر اوسه تقسیم شوی وو.

د پاکستان په زندان کې د اته کاله قید نه خوشي کیدو وروستو د پاکستان یو شخصي ټیلي ویژن سره د مرکې په وخت صوفي محمد ویلي په سوات کې د طالبانو مشر فضل الله ته د مرګ سزا ورکول پکاردي. د سوات دطالبانو مشر فضل الله د صوفي محمد زوم هم دی.

په خپله دغه مرکه کې هغه یو ځل بیا په خپله سیمه کې د اسلامي شریعت پرځای کولوغوښتنه کړې. او ویلي شریعت او شرعي حکمونه پرځای کول دحکومت ذمه واري ده.

د پېښور اعلا عدالت په امر مولانا صوفي محمد د جنورۍ په اتمه نېټه له جېل څخه ازاد شوی. په نوموړي ټول ۱۳ مقدمې وې. په دغو کې یوه ده غدارۍ او بله په سوات کې په تاڼه باندې د حملې تورونه وو خو نه ریاست او نه هم بل چا د هغه پرضد ګواهي ورکړی شوه.

صوفي محمد د پیښور په ارمي پبلک سکول باندې د ترهګرو برید یو ناوړه پېښه بللې او ویلي په اسلام کې د غیر مسلمانانو په شمول د ښځو او ماشومانو وژل حرام دي. او زیاته يې کړه د ارمي پبلک سکول ترهګر حملې وروستو يې وصیت نامه لیکلې وه چې په دغه ترهګر حمله کې ککړ کسان د اسلام نه بهردي.

نوموړي هغه تورونه رد کړي چې ګني د جینکو د تعلیم خلاف وو او دا چې ګني جینکۍ يې د تعلیم نه منع کړې وې. صوفي محمد ویلي هغه په تحریري توګه د جینکو د تعلیم اجازه هم ورکړې وه.

په سوات کې په نوبل انعام ګټونکې ملاله یوسفزۍ باندې ترهګر حملې په اړه صوفي محمد ویلي پکار نه وه چې په ملاله ترهګر حمله شوی وی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG