لاس رسیدونکی لینک

د غدارۍ کېس کې د ځانگړې محکمې او ججانو په اړه د مشرف خواستونه رد شوي


عدالت وئيلي چې د مشرف په ضد د غدارۍ د مقدمې چلولو دپاره د ځانگړې محکمې د جوړولو طريقه سمه ده او ججان د تعصب په بنياد نه دي تعينات کړی شوي .
د پخواني پوځي صدر پرويز مشرف په ضد د غدارۍ د مقدمې دپاره جوړې ځانگړې محکمې د مشرف هغه دوه خواستونه رد کړي ، په کومو کې چې د پرويز مشرف لخوا وئيل شوي ؤ د هغه په ضد د غدارۍ د مقدمې دپاره د ځانگړې محکمې د جوړولوپه طريقه کار او د ججانو په تعنيات کولو اعتراض شوی ؤ .
د پخواني پوځي صدر (ر) جنرال پرويز مشرف لخوا د غدارۍ د مقدمې دپاره د ځانگړې محکمې د جوړولو او ججانو باندې د تعصب د اعتراض په خواستونو فېصله نن د جمعې په ورځ د ځانگړې محکمې مشر قاضي جسټس فېصل عرب اورولې ده .
جسټس فېصل عرب فېصله کې وئيلې چې د پرويز مشرف لخوا د ځانگړې محکمې او ججانو په ضد د اعتراض خواستونه په مېرټ نه دي شوي ، او د مشرف وکيلانو په دغې اړه عدالت ته محدود دلائل وړاندې کړی شوي دي .
عدالت وئيلي چې د مشرف په ضد د غدارۍ د مقدمې چلولو دپاره د ځانگړې محکمې د جوړولو طريقه سمه ده او ججان د تعصب په بنياد نه دي تعينات کړی شوي .
د پرويز مشرف وکيل فېصل چودهري په عدالتي فېصله خپل غبرگون کې مطبوعاتو سره خبرو کې ووئيل ، چې هغويې به د دغې فېصلې په ضد اپيل کوي .
له دې وړاندې ځانگړې محکمې پرويز مشرف ته د مارچ په ۱۱م نېټه عدالت ته د حاضرۍ حکم کړی ، او په دغې ورځ به په هغه د غدارۍ په مقدمه کې فرد جرم لگوي .
د استعاثې وکيلانو وئيلي که پرويز مشرف د مارچ په ۱۱م نېټه عدالت ته حاضر نه شو ، نو عدالت بيا د هغه په ضد د ناقابل ضمانت گرفتارۍ ورانټ جاري کولی شي .
د پخواني پوځي صدر پرويز مشرف په ضد د حکومت لخوا د غدارۍ د مقدمې د چلولو دپاره ځانگړې محکمه جوړه ، او د درې ججانو بنچ جوړ کړی شوی دی ، چې مشري يې جسټس فېصل عرب کوي .
د پرويز مشرف وکيلانو د اول سر نه د غدارۍ د مقدمې دپاره د ځانگړې محکمې د جوړېدو په طريقه او ججانو باندې د تعصب اعتراضونه شورو شوي وو .
XS
SM
MD
LG