د جنوبي کوریا صدرې پک گن هی په شمالي کوریا غږ وکړو چې سېمه کې جنگ د پارولو تگ لاره دې پریښدي. هغه دا خبره په داسې حال کړې چې د دواړو هیوادونو ترمېنځ تاوتریخوالي کمولو دپاره سفارتي کوښښونه د ناکامۍ سره مخ شوې دي.
په سرښار سول کې د گل یا دوشنبې په ورځ د اعلا حکومتي مامورینو سره یوه غونډه کې وویل جنوبي کوریا به تر هغه وخت پورې شمالي کوریا ته د ریډیو دلارې خپل نشریات جاري ساتي ترڅو پیانگ یانگ ورته د سول د غوښتنو جواب ور نه کړي.
میرمن پک گن هی وویل شمالي کوریا ته پکار دي چې د اشتعال په خپلو اقداماتو معافي وغواړي.
په تیرو لسو کلونو کې جنوبي کوریا په وړمبي ځل د پیانگ یانگ پرضد په ریډو نشریات شورو کړل. جنوبي کوریا وايي دغه اقدام ځکه اخستلو چې شمالي کوریا د دواړو هیوادونو ترمینځ ټاکلی شوي غیر فوجي سیمه کې مزکنې ماینونو ښخ کړل چې له امله يي د جنوبي کوریا دوه عسکر زخمیان شول.
د دواړو هیوادونو ترمینځ مذاکرات په بیړنۍ توگه په پن منجوم نومې کلې کې وشول چې د دواړو حریف هیوادونو په پوله پروت دی. شمالي کوریا جنوبي کوریا ته د ریډیو نشریات بندوولو دپاره نیټه ټاکلې وه چې اوس په ختمیدو ده.
د جنوبي کوریا ددفاع وزارت ترجمان ویلي داسې ښکاري چې شمالي کوریا د جنگ تیاری کوي.
د دواړو هیوادونو ترمینځ خبرې اترې د تیرو دریو ورځو راهسې جاري دي خو تراوسه يي څه ثمر نه دی ښکار شوی. مذاکراتو کې د فریقینو یو یو اعلا فوجي افسر او یو یو سفارتکار برخه اخلي.