لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیمې او د نړۍ په ځینې خبرونو یو نظر


د عیسايي مذهب مشر پاب فرانسس هم د قاهرې غونډې ته وینا وکړه
د عیسايي مذهب مشر پاب فرانسس هم د قاهرې غونډې ته وینا وکړه

د مسلمانانو او عیسویانو مذهبي مشران روانه اونۍ په مصر کې سره راټول شوي چې د مذهب په نامه د ترهګرۍ غندنه وکړي.

دغه کانفرانس پداسې حال کې رامنځته کیږي چې د مصر په اکثرو برخو کې ترهګرۍ زور اخیستی.

د الاظهر پوهنتون کې مشر امام ډاکټر احمد الطیب د الله تر نامه لاندې ترهګري وغندله.
الطیب په ترهګرو ډلو باندې غږ وکړ چې د خپلو شومو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره دې د مذهب له نوم څخه کار اخیستل بند کړي.

-------

د بشر په حقونو کې د ملګروملتونو لوی کمیشنر په ترکیه کې د بیړني حالت د بیا اوږدلو او د ګڼو کسانو په نیول کیدو باندې اندېښنه وښوده.

زید رعد الحسین د دوشنبې په ورځ په جینوا کې ژورنالستانو ته وویل چې له ترهګرۍ سره دې د بشري حقونو په بیه جګړه نه کیږي.

ده په ترکیه کې وروستیو نیولو ته په اشاره وویل چې ژورنالیزم جرم نه دی او دې برخې ته باید حکومت جدي پاملرنه وکړي.

په ترکیه کې د خلکو د نیولو پدې لړۍ کې یوځل بیا د عامه خدماتو کارکونکي او پولیس نیول شویدي.

-------

له سوریې څخه لیبنان ته په زرګونو اوښتي کډوال دا مهال د سرپنا په لټه کې دي.

لیبنان ته له ۸۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰۰ سوریايي کډوال اوښتي دي چې دا د جګړې له پیل راهیسې لیبنان ته په یوه ځل د اوښتو کډوالو تر ټولو لوړه شمېره ده.

لیبنان ته له سوریې څخه ټول ټال درې لکه او ۳۰۰۰۰ سوریایي کډوال ورغلي دي.

-----

سپینې ماڼۍ واشنګټن ته د ولسمشر ډنالډ ټرمپ لخوا د فلیپین د ولسمشر د بلل کیدو دفاع وکړه.

د فلپین په ولسمشر باندې نیوکې دي چې په خپل هیواد کې د نشي موادو د قاچاقبرانو په وړاندې د جګړې تر نامه لاندې یې مرګونی سیاست غوره کړي.

د سپینې ماڼۍ لوی درستیز وویل چې دا مهال دا مهمه ده چې د شمالي کوریا د ګواښونو په وړاندې په اسیا کې زیات ملګري راټول کړای شي.

تیر کال د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون په فلیپین کې د بې محکمې د وژلو لړۍ په سختو ټکو غندلې وه او دا یې له بشري حقونو څخه یوه ښکاره سرغړونه ګڼلې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG