لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په یوه اونۍ کې رسنۍ پاکې کړئ- د اسلام اباد عدالت حکومت ته گواښ


د پاکستان د اسلام اباد عدالت گواښ کړې که د رسنېو څخه د مذهب د سپکاوي مواد په یوه اونۍ کې لرې نه کړې شول نو د وزيراعظم په گډون به یو شمېر وزيران د عدالت د سپکاوي زموار وگڼل شي.

د انگریزۍ ورځپاڼه ډان ليکی د سر ښار اسلام اباد یو قاضي شوکت عزيز صديقي د مذهب د سپکاوي په حقله د ېوې قضيي د اورونې په وخت حکومت ته امر ورکړو چې په یوه اونۍ کې دې د رسنېو څخه د مذهب د سپکاوي مواد لرې کړي.

اخبارونه ليکي قاضي عزيز گواښ ورکړې که داسې او نه شو نو دابه د عدالت سپکاوې وگڼل شي.

د اسلام اباد څخه د ډیوه خبریاله وايي د پاکستان په اخبارونو کې یې لوستلي دي چې قاضي عزيز د وزیراعظم نه علاوه د مذهبي چارو وزير، د کورنیو چارو وزير ، د قانون وزير او خبر خبرتیا وزير ته هم خبردارې ورکړې که د عدالت په امر یې گامونه پورته نه کړه نو د عدالت د سپکاوي په تور کې بې یې عدالت ته حاضروي.

د اسلام اباد عدالت د روان کال د مارچ په میاشت کې حکومت ته امر کړې ؤ چې په رسنېو د مذهب د سپکاوي د مخنیوي لپاره دې نوې قانون جوړ کړي.

مطبوعات وايي قاضي عزيز صديقي د حکومت لخوا تر اوسه د نوي قانون په نه جوړولو حکومت ته سخت غصه دی.

په پاکستان کې درسنیو د څارنې ازادې ادارې تور لگوي چې په هېواد کې د وړاندې څخه په رسنیو او د اظهار په ازادۍ گڼ شمېر قدغنونه دي او نوی قانون به د اظهار ټولې لارې بندې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG