لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تاسو په کوم اېپ خبرې کوئ؟


که تاسو سمارټ فون لرئ نو هرو مرو به په فیسبوک او یا نورو ټولنیزو رسنیو باندې له خپلو ملګرو او دوستانو سره اړیکې نیسې.

خو که تاسو یو امریکايي نوی ځوان اوسئ نو ښايي تر ټولو زیات سنپ چټ خوښ کړئ.

په سنپ چټ باندې انځورونه او ژوندۍ ویډیو ګانې چې کله کله د څو ثانیو په اندازه لنډې وي شریکولای شئ.

په سنپ چټ باندې ټول پورته شوي انځورونه او ویډیوګانې په ۲۴ ساعتونو کې په خپله ډیلیټ یا پاکې کیږي.

د یوې نوې سروې له مخې چې د پیپر جیفري په نامه د یوې بانکي پانګونې د کمپنۍ لخوا ترسره شوې ښيې چې امریکايي ځوانان تر ټولو زیات سنپ چټ کاروي.

خپله پیپر جیفري پدې اړه د تبصرې له کولو ډډه وکړه خو د امریکايي پوهنتون پروفیسر او د ټولنیزو رسنیو کارپوه سټیف وډ امریکا غږ ته خپل نظر داسې څرګند کړ:

(دا اسانه دی او په اسانۍ سره ترلاسه کیدای شي. په تیزۍ سره کار کوي او هر څه ډیر خوندي او پټ ساتي. دا داسې یو اپ دی چې د والدینو لخوا یې دومره نه کارول کیږي نو ځکه دوي پدې کې ځان خپلواک ګڼي.)

سنپ چټ له خپل شهرت سره سره په دومره چټکۍ سره وده نه کوي. په سنپ چټ باندې د ان بي سي یونیورسل لخوا ۵۰۰ میلیونه ډالره لګېدلی او دوي وايي چې سنپ چټ به د نویو اسانتیاوو په برابرولو سره په راتلونکې کې ډیر نور مینوال هم راخپل کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG