لاس رسیدونکی لینک

تاسو خاندئ او که نه؟


نن په ګرده نړۍ کې د خندا او موسکا نړیواله ورځ ده نو ښه به دا وي چې هم خپله وه خاندئ او هم نور خندا ته پرېږدئ.

د غربي هیوادونو د کلتور له مخې که دوه کسان په لاره کې هم سره سترګه په سترګه شي نو یو بل ته موسکا کوي خو په ختیځ یا شرقي هیوادونو کې بیا داسې نه ده.

په ختیځ کې په لاره او کوڅو باندې له یوه بل سره د مخامخ کېدو پرمهال ډیر وخت له سره تر پښو درته ګوري او کله نا کله خو خپل وچولی یا تندی یې هم درته تریو نیولی وي.

انسان کولای شي په یوې موسکا د بل انسان یوه شېبه خوشحاله کړي. له همدې امله په غربي هیوادونو کې خلک چې تازه له خوبه پاسېدلی وي او هم د کار پر لور په منډه روان وي خو بیا هم مقابل کس ته په کتلو په خوله مسکا راولي.

په نړۍ کې هر کال د اکټوبر د میاشتې لومړۍ د جمعې ورځ د موسکا د نړیوالې ورځې په نامه لمانځل کېږي چې سږکال د اکټوبر له شپږمې نېټې سره سمون خوري.

روغتیا پوهان وايي مسکا نه یواځې مقابل کس خوشحاله کوي بلکه خپله مسکا کونکي ته هم زیاتې روغتیايي ګټې رسوي.

د بیلګې په توګه خندا زړه او دماغ ته ګټه رسوي، زهني فشارونه کموي، په ځان باور زیاتوي، دردونه کموي، ورسره انسان ځوان ښکاري او د مکروبونو په وړاندې د انسان د بدن دفاعي سیستم ځواکمنوي.

XS
SM
MD
LG