لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان : اواران کې نامالومه وسله والو شپږ ذکريان وژلي


د ذکري فرقې سره تعلق لرونکو باندې د بلوچستان اواران ضلعې په لرې پرته علاقه زيارت ډنډ کې نامالومه وسله والو بريد کړی دی .
د ذکري فرقې سره تعلق لرونکو باندې د بلوچستان اواران ضلعې په لرې پرته علاقه زيارت ډنډ کې نامالومه وسله والو بريد کړی دی .

د پاکستان بلوچستان صوبې په اواران ضلع کې د زيارت او جمعې په منځنۍ شپه کې نامالومه وسله والو د ذکري فرقې سره تعلق لرونکي شپږ کسان په ډزو وژلي او اووه نور ژوبل کړي دي .

د راپورونو ترمخه د ذکري فرقې سره تعلق لرونکو باندې د بلوچستان اواران ضلعې په لرې پرته علاقه زيارت ډنډ کې نامالومه وسله والو بريد کړی دی .

د اواران ضلعې د پوليس مشر عبدالله جان په وينا وسله والو په داسې حال کې په دغو خلکو ډزې کړي ، چې دويې په خپل عبادت کې بوخت وو . نوموړي وئيلي مړي او ژوبل د اواران ضلعې روغتون ته وړل شوي دي .

د چارواکو په وينا د پېښې نه وروستو پوليس او د امنيتي ادارو غړي موقعې ته رسېدلي ، او د پېښې په اړه يې پلټنې پېل کړي دي .

د اواران پوليس افسر وئيلي ، د ذکري فرقې د وگړو د عبادت دغه ځايي چې برېد پرې شوی لويې نه دی خو د صوبې د مختلفو علاقو نه دغې عبادت خانې ته ذکريان رايوځايې کيږي . او پېښه کې وژل شوي ټول د ذکري فرقې وگړي دي .

څو ورځې وړاندې د بلوچستان په مکران سيمه کې د يوې تندروه سني وسله واله ډلې لښکر خراسان لخوا د ذکري فرقې وگړو او هندو لږکيو ته دړکې ورکړل شوې وې ، او په ديوالونو ذکريانو او هندوانو ته ليکل شوي وو ٫٫ يا دې مسلمانان شي يا دې بيا مرگ تيار شي ٬٬ .

او د بشري حقونو د سازمان فعاله غړی ډاکټر فیض بلوڅ ډیوه ریډیو سره خبرو کې ویلي ؤ ، لښکر خراسان په ٢٧م جولائي څلور ذکریان تربت کې وژلي او د نورو وژنو گواښنه يي هم کړې .

د راپورونو ترمخه د ذکریانو شمیره شاؤخوا اته لکه ده ، چې زیاتره برخه يي د بلوچستان په جنوب غربي برخه مکران ډویژن او ځیني يي په کراچۍ ، ایران او افغانستان کې هم میشته دي . دغه فرقه نزدې ۴٥٠ کاله زړه ده او د ملا محمد اټکي پیروکاران دي څوک چې د الله ذکر ته اهمیت ورکوي هم له دې کبله دغه فرقې ته ذکري ویل کیږي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG