لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : ډزو او بمي بريد کې شپږ پوليس وژل شوي


کراچی
کراچی

د کراچۍ ښار په لانډهي سيمه کې د پوليس په دوه موبائيلو باندې د ډزو او لاسي بم په بريد کې شپږ پوليس وژل شوي او د يو پوليس افسر په گډون دوه نور کسان ژوبل شوي دي .


د کراچۍ ښار په لانډهي سيمه کې د پوليس په دوه موبائيلو باندې د ډزو او لاسي بم په بريد کې شپږ پوليس وژل شوي او د يو پوليس افسر په گډون دوه نور کسان ژوبل شوي دي .
د لانډهي سيمې د پوليس چارواکو په وينا د خالي په شپه د لانډهي په شپږم نمبرکې نامالومه کسانو د مهاجرقومي مومنټ د مشر افاق احمد د کور مخې ته په ډيوټۍ موجود د پوليس په موبائيل لاسي بم وويشتو. چې په نتيجه کې يې درې پوليس وژل شوي او موبائيل ته زيان اوختی دی .
د لانډهي تاڼې د پوليس چارواکو ترمخه بله پېښه د لانډهي په دريم نمبرکې رامنځته شوې او نامالومه کسانو د تاڼې په موبائيل ډزې کړي دي ، په دغه پېښه کې هم درې پوليس وژل شوي او يو سب انسپکټر ژوبل شوی دی .
د جناح روغتون مشرې ډاکټرې سيمي جمالي وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وويل ، روغتون ته شپږ واړه پوليس مړه راوړل شوي وو .
کراچۍ ښار کې د روانې مياشتې په نهمه نېټه د سي ائي ډي پوليس مشر اېس پي چودهري اسلم په يوه چاؤدنه کې په هدف کړی شوی ؤ . او تحريک طالبان پاکستان د دغه چاؤدنې پړه په سر اخستې وه .
ښار کې د ډزو بله پېښه د نارت کراچۍ په سيمه کې رامنځته شوې ده . د پوليسو په وينا نامالومه وسله والو د متحده قومي مومنټ ډلې د صوبايې اسمبلۍ غړي محمد کامران په گاډي ډزې کړي . ډزو کې کامران روغ پاتې شوې او دوه محافظ يې ژوبل شوي دي .
د خالي په سحرد ښار په لسبېله سيمه کې د دوه کسانو په ډزو وژل شوي مړي ترلاسه شوي وو .
بل لورته پوليس او رېنجر د ښار په بيلابيلو علاقو کې هدفي عمليات کړي ، او پوليس چارواکو د لاقانونه گرځول شوؤ ډلو د غړو ، هدفي وژونکو او نورو جرمونو کې د ککړکسانو د نيولوادعاوې کړي دي .
د سي ائي ډي پوليس مشر راجه عمر خطاب مطبوعاتو سره خبرو کې وويل ، سي ائي ډي پوليس د لاقانونه گرځول شوې ډلې سپاه محمد سره تعلق لرونکي دوه هدفي وژونکي جوهرحسېن او ارشاد حسېن نيولي دي . نوموړي وويل دواړه ملزمان د سني ډلې د عالمانو د وژنو په گډون د 60 کسانو په وژنه کې ککړدي . پوليس د دوي نه څلور کلاشنکوفونه او په غټه کچه نوره وسله ترلاسه کړې ده .
عمرخطاب وويل دغو هدفي وژونکوته په يوگاونډي اسلامي ملک کې ټريننگ ورکړی شوی او دا د 17 کسانو ډله ده چې په ښار کې د اهل سنت د مشرانو او فرقه ايزه وژنو کې ککړه ده د دغه ډلې نور 15 غړي مفروران دي ، او د گاونډي هېواد نه ورته مالي مرسته هم ميلاويږي .
د رېنجر وياند لخوا په جاري شوې يوه خبرپاڼه کې وئيل شوي ، چې رېنجرو د ښارپه ميټروويل سيمه کې هدفي عمليات کړي او د لاقانونه گرځول شوې ډلې د شپږو غړو په گډون يې 22 شکمن کسان نيولي دي . اود مختلف قسم 55 وسلې يې ترلاسه کړي دي .
د ملک په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې د تېرکال ستمبرد مياشتې راهسې د پوليس او رېنجر لخوا د وران کارو په ضد هدفي عمليات دوام لري ، د پوليس چارواکو په وينا تر اوسه پورې په ترسره شوؤ هدفي عملياتو کې په مختلفو جرمونو کې تورن د 13000 نه زيات کسان نيول شوي دي .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG