لاس رسیدونکی لینک

کوئټه : سبي کې په اورگاډي چاؤدنه کې ۱۲ کسان مړه ، ۳۰ ژوبل


سعد رفيق وئيلي اورگاډي کې د ۸۰ پورې مسافر سواره وو .
د بلوچستان صوبې په سبي سيمه کې اورگاډي جعفر اېکسپرېس باندې بمي چاؤدنه شوي ، چې په نتيجه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او د ۳۰ څخه زيات نور ژوبل شوي دي . اورگاډی د کوئټې څخه راولپنډۍ ته روان ؤ .
د بلوچستان په سبي سيمه کې نن د نهې په ورځ اورگاډي جعفر ايکسپريس باندې د شوې چاؤدنې په اړه د ريلوی مرکزي وزير خواجه سعد رفيق مطبوعاتو سره خبرو کې پېښه کې د ۱۲ کسان د مړينې وئيلي دي .
سعد رفيق وئيلي اورگاډي کې د ۸۰ پورې مسافر سواره وو .
چارواکو وئيلي اورگاډی جعفر ايکسپريس د سبي سيمې په سټېشن ولاړ ؤ ، چې چاؤدنه وشوه . د راپورونو ترمخه د پېښې له امله په رامنځته شوې مرگ ژوبله کې ماشومان او زنانه هم شامل دي .
راپورونه وايې د چاؤدنې سره سم په اورگاډي باندې اور لگېدلی دی ، او د اورگاډي يوه ډبه په مکمله توگه تباه شوې ده .
چارواکي وايې امدادي ټيمونه سيمې ته روان شوي ، او پېښه کې مړي او ژوبل د سبي ضلعې روغتون ته وړل کېدل پېل شوي دي .
د سبي د ضلعې روغتون مشر ډاکټر علام سرور وئيلي روغتون ته ۳۰ ژوبل کسان راوړل شوي دي . چې زياتره ژوبل په اور سوزيدلي دي ، او نوموړي د زياترو ژوبلو حالت مرگونی ښودلی دی .
چارواکي وايې د پېښې وروستو امنيتي ادارو علاقه په گېره کې اخېستې ده .
د ريلوی مرکزي وزير وئيلي دغه چاؤدنه په بلوچستان کې د تندلارو او شرخوښو په ضد د روانو عملياتو غبرگون مالوميږي .
د گل په ورځ د صوبې په قلات او خضدار سيمه کې د ملېشې ځواکونو لخوا د تندلارو او لاقانونه گرځول شوؤ ډلو په ضد عملياتو کې د ۳۰ شرخوښو د وژل کېدو ادعا شوې وه .
XS
SM
MD
LG