لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سندهـ هائي کورټ د پرويز مشرف نوم د اي سي ايل څخه ويستو امر کړی


پخواني پوځي صدر د خپلو وکيلانو د لارې سندهـ هائي کورټ ته خواست کړی ؤ ، چې د خپل علاج او مور د پوښتنې دپاره بهر ملک ته تلل غواړي
پخواني پوځي صدر د خپلو وکيلانو د لارې سندهـ هائي کورټ ته خواست کړی ؤ ، چې د خپل علاج او مور د پوښتنې دپاره بهر ملک ته تلل غواړي

سندهـ هائي کورټ د پخواني پوځي صدر (ر) جنرال پرويزمشرف نوم د ايگزټ کنټرول لسټ ( اي سي ايل ) نه د ويستو امر کړی دی ، اي سي ايل فهرست کې شامل کسان د ملک نه بهر سفر نه شي کولی .
بل لور ته نن د اسلام اباد يو عدالت د لال جومات د وژل شوي مشر غازي عبدالرشيد د وژنې په کېس کې د پرويز مشرف د وکيلانو لخوا د حاضرۍ نه د استثني خواست رد کړی ، او نوموړي ته يې د جولائۍ په لمړۍ نېټه عدالت ته د حاضريدو حکم کړی دی .

سندهـ هائي کورټ نن د زيارت په ورځ د پرويز مشرف نوم د اي سي ايل څخه د ويستو په اړه فېصله واوروله ، چې د پخواني پوځي صدر نوم دې د اي سي ايل څخه بهر کړی شي .
عدالت په خپله اورول شوې لنډه فېصله کې حکومت ته ‍۱۵ ورځې وخت ورکړی ، چې ستره محکمه کې د فېصلې په ضد اپيل وکړي ،او فېصله کې وئيل شوي د پرويز مشرف د ملک نه بهر تلو فېصله به ۱۵ ورځې وروستو عملي کيږي . په دغې موده کې نوموړی بهر سفر نه شي کولی .
د سندهـ هائي کورټ د جسټس محمدعلي مظهراو جسټس شاهنواز باندې مشتمل د دوه ججانو بنچ د پرويز مشرف د اي سي ايل نه د نوم ويستو په اړه د کېس فېصله د مئ په ۲۹ محفوظ کړې وه .
پخواني پوځي صدر د خپلو وکيلانو د لارې سندهـ هائي کورټ ته خواست کړی ؤ ، چې د خپل علاج او مور د پوښتنې دپاره بهر ملک ته تلل غواړي ، ځکه د هغه نوم دې د اي سي ايل څخه بهر کړی شي .
پرويز مشرف باندې دا وخت په مختلفو عدالتونو کې د پخوانۍ وزيراعظمې بېنظير بهتو او بلوڅ مشر اکبربگټي د وژنې ، د لال جومات او د ائين د شپږمې مادې لاندې د غدارۍ د مقدمو سره مخ دی .
د داخله وزارت د پرويز مشرف نوم د کال ۲۰۱۳م د اپريل د مياشتې په پينځمه نېټه اي سي ايل کې د دې دپاره اچولی ؤ ، چې نوموړي باندې د جوړو مقدمو څخه بهر لاړ نه شي .
بلې خوا ته نن د لال جومات د پخواني مشر غازي عبدالرشيد د وژنې د کېس اوريدنه د اډيشنل سيشن جج واجدعلي په عدالت کې شوې ، او د پرويز مشرف وکيل عدالت ته د مشرف هغه ميډيکل رپورټ وړاندې کړی چې پکې وئيل شوي ، موکل يې ډاکټرانو د هر قسمه سفر نه منع کړی دی .
خو د کېس د مدعي وکيل او پراسيکيوټر عبدالحق ايډوکيټ د مشرف په ډاکټري رپورټ اعتراض او دلائيل ورکړي ، او وئيلي يې دي ، چې رپورټ نيمگړی دی ، نه خو پرې د پرويز مشرف دستخط شتی او نه خو پکې د هغه د دوايانو او روغتون کې د روان علاج ذکر شوی دی .
عدالت د فريقېنو د دريز اوريدو وروستو د پخواني پوځي صدر د استثني خواست رد کړی ، او د جولائۍ په لمړۍ نېټه يې غوښتی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG