لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناټو د تخار لپاره د طالبانو نومول شوی والي د وژنې پخلی کړی


که طالبان د قاري طیب وژل تائید کړي، نو دا به د دغې ډلې دریم نومول شوی والي وي چې د روان عیسوي کال د شورو راهسې د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې وژل کیږي.

په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونو په یو بیان کې د تخار ولایت لپاره د طالبانو نومول شوي والي قاري طیب د وژل کیدو پخلی کړی دی.

د ناټو ځوا کونو په یو بیان کې ویلي چې قاري طیب پنځه ورځې وړاندې د دغو ځواکونو په یو هوایي برید کې د کندز ولایت د دشت ارچي په ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

دا بیان وايي " د ۲۰۱۱ راهیسې طیب یو هدف وو او هغه د امریکا پوځي منسوبینو په وژلو کې مخامخ لاس درلود". د بیان تر مخه د ناټو هوایي ځواکونو د قاري طیب د اوسیدانې ځای په نښه کړی چې په نتیجه کې د هغه سره اته نور طالبان هم وژل شوي دي.

د کندز ولایت د پولیسو چارواکو رسنیو ته د وړاندې نه د قاري طیب د وژل کیدو خبر ورکړی وو. د کندز ولایت د پولیسو ویاند په قاري طیب باندې په برید کې د طالبانو د دغه چارواکي سربیره د اولسو نورو طالبانو د وژلو ادعا کړې وه.

که طالبان د قاري طیب وژل تائید کړي، نو دا به د دغې ډلې دریم نومول شوی والي وي چې د روان عیسوي کال د شورو راهسې د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې وژل کیږي.

د دې وړاندې طالبانو د کندوز او بغلان ولایتونو لپاره د خپلو نومول شوو والیانو د وژل کیدو پخلی کړي وو. خو تراوسه دغې ډلې د قاري طیب وژل کیدل نه دي تائید کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG