لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترهګرۍ تر ټولو زیات مسلمانان ځپلي: شارق ظفر


Muslims in the US
Muslims in the US

د امریکا خارجه وزارت په نړیواله کچه د مسلمانانو ټولنې لپاره نماېنده شارق ظفر واېي نړۍ ته دا پېغام دا وخت رسول ډیر ضروري شوي دي چې د امریکا بنیادي اقدار په خپله خاوره د مذهبونو احترام او ټولو انسانانو ته یو شان حقونه ورکول دي.

ډیوه ریډیو ته په یوه ځانګړی مرکه کې دغه امریکا ېي چارواکي په امریکا کې پاتی کیدونکي مسلمانانو باندی غږ کړی چې ستاسو کردار نړۍ ته دغه پیغام رسولو کې ډیر مهم دی. دی واېي ٫٫ د امریکا او د دوي په کردار کې څه اختلاف نشته. دوي مسلمانان هم دي امریکا هم دي. په امریکاېی خاوره ېې د خپل مذهب نه څوک نه منع کوي. دوي مونځ کولی شي، خیرات زکوات ورکولی شي. که پرده کول غواړي او که نه دغه اختیار ورسره هم شته٬٬

د یوی بلی پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا صدر بارک اوباما تیره اونۍ په خپله مهمه وینا کې په مسلمانانو هیوادونو غږ کړی وو چې د ترهګرۍ پرضد د امریکا سره په مرسته کې قوي ګامونه واخلي. تاسو د مسلمان هیوادونو نه پدی لړ کې د څه کردار او ګامونو طمه کوۍ؟ دوي اوېل ٫٫ مونږ له یوه خبره یقيني کول دي او هغه دا چې دا هر څه به مونږ ټول په ګډه تر سره کوو. ځکه چې دا یوه ګډه ذمه واري ده. که اوکتل شي د ترهګرۍ د لاسه د ټولو نه زیات مسلمانان وژل شویدي٬٬

د امریکا په کیلیفورنیا ایالت کې د پاکستان پنجاب سېمې سره یوه جېنۍ تاشفین ملک ۱۴ امریکایانو د وژنې پېښې یو واری بیا د ۱۱ ستمبر په رنګ د ترهګرۍ پرضد ګامونو باندی بیا بحث پیل کړی. ولی چارواکي واېي ددي هدف مسلمانان نه دي. ځکه چې امریکا کې د ۷۰ لکو نه سوا مسلمانان اوسیږي او د ژوند به هر میدان کې ډیر مهم رول لوبوي او دوی امریکایان بلل کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG