لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتانه بچو ته جنسي پوهه څنګه ورکړي؟


Good and Bad touch
Good and Bad touch

په پاکستان کې د یوې غېر دولتي ادارې ساحل د شمېرو ترمخه د تېر کال (۲۰۱۷م) په لمړو شپږو مياشتو په ټول پاکستان کې د ۱۷۶۴ ماشومانو د جنسي تيري پېښې رپورټ شوې وې. په دغه شمېره کې تر ټولو زياته شمېره د پنجاب صوبې وه او هلته ۱۰۸۹ ماشومان د جنسي تيري ښکار شوي وو، سندهـ صوبه کې ۴۹۰ پېښې، په بلوچستان ایالت کې ۷۶، قبايلي سيمو کې ۵۸ او خېبرپښتونخوا کې ۴۲ پېښې رپورټ شوې وې.

هسې خو دغه شمیرې پخپله ډیرې بګنونکي دي خو هر کله چې په پاکستان کې داسې قسمه پېښې وشي او بیا په میډیا او ټولنیزو مطبوعاتو (سوشل میډیا) په دې بحثونه پیل شي نو د څو ورځو پورې دغه ستونزه ژوندې وي او بیا د ورځو تیریدو سره سره پخپله مړه شي. یو لنډه بیلګه يې د پنجاب قصور سیمې د ۷ کلنې زینب قیصه ده. د پاکستان د نورو برخو په شمول په قصور کې د دې وړاندې هم داسې پېښې شوي خو ګرانه ده که چا ته یادې وي؟

په پښتونخوا کې دماشومانو او جینکو د حقونو لپاره کارکونکې او د مدني ټولنۍ فعاله تبسم عدنان د وي او ای ډیوه په یوه خپرونه کې په ژړغوني غږ ویلي په پښتنو سیمو کې هم د ماشومانو سره د جنسي تیرۍ ګڼې پېښې کیږي، خو د بده مرغه خلک د شرم او ټولنېز فشار د لاسه داسې قسمه پېښې نه خو پولیس ته رپورټ کوي او نه د دغه ناوړه کار کونکي پرضد څه کولی شي.

میرمن تبسم زیاته کړی: ٫٫ د پښتنو په کورنیو کې، په خاندانونو کې، په مدرسو، سکولونو، جوماتونو او هجرو کې داسې قسمه پېښې کیږي، خو ډیرې کمې رپورټ کیږي. او چې کومې رپورټ هم شي قانوني ستونزې او د پولیسو د پلټنو (تفتیش) نظام دومره پیچلی دی چې متاثره ماشومانو او کورنیو ته انصاف ترلاسه کیدل ګران دي.٬٬

د ماشومانو جنسي پوهنه

په مخ پرتللي هیوادنو کې ماشومان په وړوکي عمر کې په سکولونو او کورنو کې په جنسي تعلیم پوهول کیږي. ماشومانو ته په سکولونو کې ښودل کیږي چې د خپل مور او پلار نه علاوه به هیڅوک خپل ځان ته نژدې نه پریږدۍ، چا له به دا اجازه نه ورکوۍ چې ستاسو د وجود شخصي (پراېیوټ) برخو ته لاس یوسي او که څوک داسې کوي نو سمدستي شور یا چغې وهۍ او د دغه کار کونکي نه به خپل مور او پلار خبروئ.

د خیبر پښتونخوا سره تعلق لرونکی د ماشومانو د حقونو مبارز امتیاز احمد وي او ای ډیوه ته وايي د بده مرغه د پښتنو پلرونو مثال د پولیسو وي، څنګه چې د پولیسو نه خلک یریږي او تېښته ترې کوي دغه شان چې کله پلار کور ته راشي ماشومان د یرې د پلار نه پټیږي او که چرته د ماشوم سره داسې څه بد کار وه هم شي نو د یرې په کور کې پلار یا مور ته څه ویلی هم نه شي. د ماشومانو دغه خاموشي دغه جنسي ځناورو له دا موقع ورکړي چې دغه ناوړه کارونه کوي.

ښاغلی امتیاز وړاندې وايي: ٫٫ پښتنو میندو او پلرونو له پکار ده چې هغه پخواني سخت او بد خویونه او عادتونه پریږدي، اوس وخت بدل دی. هغه خبرې چې ماشومان يې په چم ګاونډ کې د بل نه اوري او یا پرې د دوي ماشومان دهوکه کړي، باید مور او پلار خپل بچي پخپله په دغو پوهه کړي.٬٬

امتیاز احمد زیاتوي پښتانه دې خپل بچي د وړوکي عمر نه په دې پوه کړي چې ستاسو د وجود کومې برخې شخصي (پراېیوټ) برخې لکه (خله یا شونډې، سینه، د ملا لاندې، او د نامه لاندې برخې) دي. پکار ده ماشومان په دې پوه شي چې دغه پراېیوټ (شخصي) ځایونو له د مور او پلار نه علاوه بل هیڅ څوک لاس ور نه وړي او که څوک داسې کوي نو چې ماشوم انکار وکړي، خپل مور او پلار په دغه تن خبر کړي.

ښه او بده مینه

٫٫ ګډ ټچ او بېډ ټچ ٬٬ دا هغه ټکي دي چې په پرمخ تللي هیوادونو کې ماشومانو ته په سکولونو کې ښودل کیږي او بیا يې مور او پلار ته هم وېل کیږي چې په دې خپل ماشومان پوهه کړئ. د دې مطلب دا وي که چرې د مور او پلار نه علاوه بل څوک د ماشوم شونډو، سېنې، د ملا لاندې برخو او د نامه لاندې ځایونو له لاس وروړي نو دا بده خبره (بېډ ټچ) دی. ماشومان په دې پوهول کیږي چې د مور او پلار نه بغیر بل یو تن دا حق نه لري چې ستاسو د وجود دغه برخو لا لاس یوسي.

د ښاغلي امتیاز احمد په وینا د پښتنو په ټولنه کې د مور او پلار او خپلو خپلوانو د مینې انداز هم ډیر عجیبه دی. اکثر مور او پلار خپل بچي د مینې نه په غاښونو چیچي، په لاسونو يې سکونډي، د ملا لاندې برخو وهل یا سکونډل دا ډیر عام دي.د مور او پلار سره سره دغه شان مینه بیا د کورنۍ نور غړي لکه تروڼه، ماماګان، چاچي ګانې، تروریانې او یا د کورنۍ نور هغه کسان چې د ماشومانو نه لوې وي هم کوي.

نو پښتنو ماشومانو لپاره بیا دغه ټول څیزونه یوه عامه خبره وي. د دغه ماشومانو سره که بیا د کوره بهر د یو نا اشنا یا پیژندلي تن لخوا دغه هر څه کیږي نو ماشوم داسې ګنړي چې دا هم زما د مور او پلار په شان ما سره مینه کوي. مشران باید خپل داسې عادتونه پریږدي او که څوک يې نه شي پریښودی نو بیا دې خپل بچي په دې پوهه کړي چې بل څوک داسې مینه ستاسو سره وه نه کړي.

په ټولنیزو رسنیو دا مهال په نورو ژبو کې د ماشومانو، میندو او پلرونو د پوهې لپاره یو شمیر ویډیوګانې هم شته چې خلک په دغه خبرو پوه شي او خپل ماشومان هم پوهه کړي. پښتانه باید د دغو ویډیو ګانو نه استفاده وکړي او لومړی ځان پوهه کړي، بیا خپل ماشومانو سره لکه د ملګرو ناسته وکړي او په دې وړو وړو خبرو خپل بچیان پخپله خبر کړي. کېدی شي ګنړو پښتنو ته دا خبرې بې ضاېعه ښکاري، خو په ګرده نړۍ کې هم په دې وړو وړو خبرو خلک خپل د ګل په شان بچي پوهوي او د دغه جنسي ځناورو نه يې ساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG