لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : منگهوپير کې په ډزو د وژل شوؤ ۷ کسانو مړي ترلاسه شوي


اووه واړه مړي نن گل په ورځ سحر د منگهوپير هديرې سره پوليس ته ميلاؤ شوي دي .
اووه واړه مړي نن گل په ورځ سحر د منگهوپير هديرې سره پوليس ته ميلاؤ شوي دي .

د پاکستان تر ټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ په منگهوپير سيمه کې په ډزو د وژل شوؤ کسانو مړي ترلاسه شوي دي ، پوليس وايي په وژل شوؤ کې د درېو تعلق د خيبر پښتونخوا سوات سره دی . او مالوميږي چې دويې د تحريک طالبان پاکستان د سوات څانگې غړي دي .
د کراچۍ ښار د اورنگي ټاؤن د پوليس مشر ايس پي ساجدسدوزۍ منگهوپير کې د ترلاسه شوؤ اووه مړو په اړه وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، دغه اووه واړه مړي نن گل په ورځ سحر د منگهوپير هديرې سره پوليس ته ميلاؤ شوي دي .
٫٫ اووه مړي ميلاؤ شوي او اووه واړه په نائن ايم ايم تماچه په سرونو ويشتل شوي دي ، د دويې عمرونه د ۲۵ کالوپورې دي او د درېو کسانو پکې پيژندگلو شوې ده چې يوسف ، خان سيد او شعيب نوميږي او تعلق يې د سوات سره دی ٬٬ .
ساجد سدوزۍ ووئيل مالوميږي داسې د دغو درې واړه کسانو تعلق د سوات د طالبانو د ډلې سره دی . نوموړي زياته کړه د دغو کسانو پيژندگلو د هغويې د جيبونو نه د شناختي کارډونو نه شوې او په کراچۍ کې د بنارس فرنټئرکالونۍ او شاه فيصل کالونۍ اوسيدونکي دي ، او د څلورو نورو کسانو پيژندگلو ځکه نه ده شوې چې د پيژندگلو کومه نخښه ورسره نه نشتی .
د اورنگي ټاؤن د پوليس افسر په وينا منگهوپير او نزدې نورو سيمو کې لاقانونه گرځول شوي تنظيمونه شتون لري ، او د تحريک طالبان پاکستان د غړو ترمينځ په ورستيو کې انښتې هم رامنځته شوي او د دغو تنظيمونو لخوا په علاقه کې پوليس هم په هدف شوي دي دي . او تازه پېښه هم د دغو نښتو کړۍ مالوميږي .
کراچۍ ښار کې نن د گل په ورځ د تشدد نورو پېښو يو پوليس افسر په کورنگۍ بلال کالونۍ کې او يو بل کس د لياقت اباد په سيمه کې نامالومه وسله والو په هدف کړی دی .
کراچۍ ښار کې د تير کال د ستمبر د مياشتې راهسې د وران کارو شرخوښو په ضد هدفي عمليات دوام لري ، او په وروستيو کې د هدفي عملياتو په مهال د تشدد يو ځل بيا زياتې شوې دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG