لاس رسیدونکی لینک

حامدمير وايي ترټولو زياته خطره ورته د استخباراتي ادارو څخه ده


حامدمير د استخباراتي ادارې دغو غړو ته وئيلي ؤ ، چې هغه ته په موجوده حالاتو کې د ټولو نه زياته خطره د استخباراتي ادارو څخه ده
د پاکستان په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې د تير خالي په ورځ يوه قاتلانه حمله کې ژوبل شوي وتلي صحافي حامدمير په هوش کې د راتلو وروستو په لمړي ځل خپل بيان جاري کړی ، او وئيلي يې دي ژوند ته يې تر ټولو زياته خطره د استخباراتي ادارو څخه ده .
د حامدمير بيان د هغه ورور عامرمير کراچۍ کې په شخصي روغتون کې خبريالانو ته اورولی دی .
حامدمير وايي چې هغه ته د راپېښو گواهونو څخه يې د شخصي ټي وي چينل (جيو) انتظاميه او خپله کورنۍ خبرکړې وه . او هغه خلک يې په گوته کړي ؤ ، د چا نه چې ورته خطره وه . او دغه خبرې په هغه د شوې حملې لږه شيبه وروستو د هغه ورور کړې وې .
" حامدمير وايي هغه ته د رياستي او غيررياستي ادارولخوا گواهونه ورکېدل " .
وتلی صحافي حامدمير د خالي په ورځ کراچۍ کې يوه وژونکې حمله کې ژوبل شوی او تراوسه لا په روغتون کې داخل دی .
په نوموړي د حملې وروستو د هغه ورور عامرمير وئيلي ؤ ، حامدمير ورته دغه خبره کړې وه که حمله پرې وشوه ، نو دا به پرې استخباراتي ادارې ائي ايس ائي او د دغې ادارې مشر لفټننټ جنرال ظهيرالاسلام کړي وي .
خو د عامرمير دغه تور د پوځ د عامو اړيکو څانگې ائي ايس پي ار افسوسناک او گمراه کُن گرځولی ؤ .
حامدمير وايي څو ورځې وړاندې يې کورته د يوې استخباراتي ادارې غړي راغلي ، او ورته يې وئيلي ؤ د صحافيانو په فهرست کې په هټ لسټ باندې يې . خو دغه فهرست ده ته نه ؤ ورکړی شوی .
" حامدمير د استخباراتي ادارې دغو غړو ته وئيلي ؤ ، چې هغه ته په موجوده حالاتو کې د ټولو نه زياته خطره د استخباراتي ادارو څخه ده " .
هغه وايې ائي ايس ائي ترې د هغه د ټي وي په پروگرام کې د بې درکه بلوڅانو دپاره د مبارزه کوؤنکي ماما قدير بلوچ ، او په سياست کې د استخباراتي ادارو په کردار د نيوکو په خبره خفه وه .
نوموړی وايې " زياتره د پاکستان رياستي ادارې دغيررياستي ادارو په نوم صحافيانو ته گواهونه ورکوي ، چې هغويې د رښتياؤ ليکلو او وئيلو نه په ډډه وساتي " .
حامدمير دا هم وئيلي چې هغه ته د بم ايښودونکو په ضد کاروائي ولې نه ده شوې او د دغې کار زمه واري هم تحريک طالبان پاکستان قبوله کړې وه .
هغه زياته کړې چې د وخت سره به د ټولو پېښو او د هغې په شا د لاسونو تفصيل په ډاگه کړي .
حامدمير وايې د صحافت د لارې به د پاکستان د مضبوطيا ، د جمهوريت د ودې ، د ترهگرۍ د خاتمې ، د قانون د سرلوړۍ ، د اظهار رائې د ازادۍ ، د وړو صوبو د حقونو او غريبو خلکو د اواز پورته کولو جنگ جاري ساتي .
نوموړي په خپل بيان کې وئيلي چې د پوځ د قربانو قدر کوي ، خو د هغې دا مطلب نه دی چې په سياست کې دې د پوځ په کردار خاموشي احتيار کړی شي .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG