لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تحفظ پاکستان بل ۲۰۱۴م د سينيټ نه منظور


تېره اوونۍ په دغې بل کې د ځينې بدلونونو وروستو د سينيټ د داخله امورو په قائمه کميټۍ کې د حکومت او اپوزيشن غړو د دغې مسودې منظورې ورکړې وه
تېره اوونۍ په دغې بل کې د ځينې بدلونونو وروستو د سينيټ د داخله امورو په قائمه کميټۍ کې د حکومت او اپوزيشن غړو د دغې مسودې منظورې ورکړې وه

د پاکستان په برني ايوان سينيټ کې د اپوزيشن ډلو د ملاتړ وروستو د تحفظ پاکستان بل ۲۰۱۴م په متفقه توگه منظور کړی شوی دی . د تحفظ پاکستان بل به وس په قومي اسمبلۍ کې وړاندې کولی شي ، او د دواړو اېوانونو د منظورۍ وروستو به د صدر د دستخط سره دا قانون عملي شي .

د سينيټ د ډپټي چيئرمين صابر بلوچ په مشرۍ نن د گل په ورځ د برني ايوان په غونډه کې دغه بل د کورنو چارو د وزير لخوا د سائنس او ټيکنالوجۍ وزير زاهد حامد وړاندې کړو . او د ايوان د کوم غړي لخوا يي مخالفت مخې ته نه دی راغلی ، او په گډه يې منظورې ورکړی شوې ده .

زاهد حامد د بل وړاندې کولو په مهال ووئيل چې د ملک پوځ په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د ترهگرو په ضد په جهگړه دی ، او زياته کړې يې ده د دغې بل سره به د ترهگرۍ په نوغي ويستو کې مرسته ترلاسه شي .

د راپورونو ترمخه د تحفظ پاکستان بل لاندې په ملک کې د ترهگرۍ او قانون د سرغړونې د مخ نيوي او قابو کولو دپاره د پوليس او نورو قانون نافذؤنکو ادارو په واک کې په غټه کچه زياتوالی کړی شوی دی . او دې سره به قانون نافذؤنکو ادارو ته د ۱۵م گرېډ د افسر په اجازت په کوم شکمن ترهگر د گولۍ چلولو احيتار حاصل وي .

له دې وړاندې د تحفظ پاکستان په بل باندې د اپوزيشن ډلو سياسي گوندونو او د بشري حقونو لخوا نيوکې شوې وې ، او دا يې تور قانون گرځولی او ځينې شقونو يي ورله د بشري حقونو په ضد بللي وو .

خو تېره اوونۍ په دغې بل کې د ځينې بدلونونو وروستو د سينيټ د داخله امورو په قائمه کميټۍ کې د حکومت او اپوزيشن غړو د دغې مسودې منظورې ورکړې وه ، او نن دغه مسوده د سينيټ نه منظور کړی شوه .

راپورونه وايي د تحفظ پاکستان په بل کې يو بدلون دا شوی ، چې د دغې قانون د نفاذ موده به د درې کالو په ځايي دوه کاله وي ، په دوئم بدلون کې حکومت د دې خبرې پابند کړی شوی ، چې که چرته قانون نافذؤنکي ادارې په کوم شکمن ترهگر گولۍ چلوي ، نو د دغې کارروائۍ د پلټنې دپاره به د محکمانه انکوائرۍ په ځايي د عدالتي انکوائرۍ حکم ورکولی شي .

تحفظ پاکستان ارډيننس تېر کال د اکتوبر په مياشت کې صدر ممنون حسېن جاري کړی ؤ.

څيړونکې وايي د ملک څخه د ترهگرۍ نوغی ويستل يواځې د پوځي اپرېشن د لارې نه شي کېدی ، بلکې د دې دپاره ښه قانون سازي او بيا د هغې پلټنې پکار دي ، او د دې ترڅنگ کلک عدالتي نظام ته اړتيا لري . چې په ترهگرۍ کې ککړ عناصرو ته سزاگانې ورکړی شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG