پاکستان کې د بې وسو خلقو د حقونو دنمایندگۍ دعوا لرونکي د وړو سياسي گوندونو مشران واېي د پاکستان د ستونزو حل په یوه سیکولر معاشره کې پټ دی- د ډیوه ریډیو په پروگرام هیلو وي او کی د پروگرام میلمه او د پاکستان عوامي ورکرز پارټۍ چیرمین کامریډ فانوس گجر واېي پا کستان کې د سیاسي اسلام د سیوري لاندې پټه شوې سول بیوراکريسي، جاگیرداران، صنعت کاران، او مفاد پرسته مشران د98 فیصده بې وسه طبقې په وسایلو قبضه کړیده - فانوس گجر واېي د کيڼ لاسو سوچ لرونکو یو ځاېی کیدلو او د سیکولر ټولنې جوړولو سره هېواد کې توله راتلی شي-
نني پروگرام کې د میلمنو نه تپوسونه وشو چې په پاکستان کې خصوصاً د پښتنو په سيمو کې د محنت کشو، کرونده گرو او مظلومانو په نوم جوړې شوې سیاسي ډلې چرته او په کوم مقام ولاړې دي؟ ددوېي شعارونه راڼه خو مرامونه تت ولې ښکاري؟ دوېي ته د پاکستان په سخت دريزه ټولنه کې د پوځي واکمنو او د مالدارو خاندانونو لخوا د سوشل مفکورې د پر ځاېی کولو په غوښتنه څه گواښونه شته او کنه؟
په پروگرام کې د فانوس گجر نه علاوه د نیشنل پارټۍ پښتونخوا څانگې صدرښاغلي مختار باچا ، مترقي دانشور ښاغلي علاالدين بنگش، خبریال او د خبریالانو فعاله تنظيمي رهبر شميم شاهد اود مزدور کسان پارټۍ صدر افضل خاموش برخه اخستې ده کوربه یې رحمان بونیری ؤ-
دا پروگرام وس په دغه لينک واورئ-