لاس رسیدونکی لینک

سعودي عربستان طالبان ترهګر وګڼل


سعودي عرب د سفر په مهال د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ شاه سلمان سره کاته وکړل

سعودي عربستان وايي د قطر د دفتر له لارې له طالبانو سره مرسته کیږي او زیاتوي چې قطر د طالبانو ملاتړ کوي خو طالبان وايي په قطر کې د طالبانو دفتر د افغانستان د ستونزې د حل لپاره جوړ شوی.

په کابل کې د سعودي عربستان سفیر وویل سعودي عربستان طالبانو ته دا مهال د ترهګرې ډلې په سترګه ګوري او قطر اړیکې ورسره د اندېښنې وړ دي.

"قطر د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او اوس یې هم په غیږ کې نیولي دی. په قطر کې د طالبان د دفتر له لیارې له طالبانو سره مرسته کیږي او له همدې لارې ورسره اړیکې ټینګوي."

دا لومړی ځل دی چې سعودي عربستان په افغانستان کې د طالبانو فعالیت ته د ترهګرۍ په سترګه ګوري او په ملاتړ یې په قطر تور پورې کوي.

د افغانستان او طالبانو په اړه دا د سعودي په تګلاره کې یو ستر مثبت بدلون ګڼل کیږي ځکه سعودي عربستان د پاکستان او عربي متحده اماراتو وروسته دریم هېواد وه چې د طالبانو رژیم یې په رسمیت پیژندلی وه.

کارپوهان پدې باور دي چې په افغانستان کې د جګړو د زیاتوالي او دوام یو دلیل دا دی چې ځینې هېوادونه له ترهګرو څخه په ښکاره او پټه ملاتړ کوي.

د افغانستان د ملي شورا پخوانی غړی او د کابل د پوهنتون د سیاسي علومو استاد کبیر رنجبر د قطر او د طالبانو ترمنځ اړیکو په اړه وویل:

"دا چې تر کومه برید قطر د طالبانو ملاتړ کوي پدې اړه له مونږ سره کافي اسناد او شواهد نشته او که داسې اسناد ترلاسه شي نو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت باید دا مسله په نړیواله توګه تر جدي غور لاندې ونیسي."

د طالبانو څخه د ملاتړ په برخه کې د پاکستان او ایران په حکومتونو باندې هم د افغان او امریکايي چارواکو لخوا تورونه پورې شوي چې د طالبانو ملاتړ کوي او هغوي ته نه یوآځې وسلې ورکوي بلکې په پاکستان کې یې ورته د اوسېدو او فعالیت کولو اجازه ورکړېده.

پاکستان دغه ادعاوې نه مني.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي د نړیوالې ټولنې لخوا باید د ترهګرو په ملاتړ کونکو هېوادونو باندې فشار راوړل شي.

دغې شورا په کلکه وغوښتل چې دغه ډول هېوادونه باید د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

د افغانستان د سولي د عالي شورا د دارالانشا غړی احمد فرزان وویل د ترهګرو په ملاتړ کونکو هېوادونو باندې د فشار راوړل پدې کې مرسته کوي چې په ترهګرو باندې مالي سرچینې قطع شي او له دې لارې د ترهګرو جرړې وچېدای شي.

XS
SM
MD
LG