لاس رسیدونکی لینک

په سعودي کې یو شهزاده د خلکو سره بد سلوکۍ په سر نیول شوی


Saudi Arabia Mohammed bin Salman

د سعودي عرب سرکاري خبري ادارې د رپورټ تر مخه د زیارت په ورځ د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز په امر د شاهي کورنۍ یو شهزاده نیول شوی. دغه شهزاده په سوشل میډیا د عام اولس سره په بدسلوکۍ او سپکه رویه څو څو وارې لیدل شوی وو.

د سعودي عرب الخبریه ټي وي د یو رپورټ ترمخه په شاهي حکم کې د پرنس سعود٫٫ سمدستي نیولو او بندي کولو٬٬ امر شوی وو. دغه تن په یو ټیوب په یو شمیر ویډیوګانو کې د ځنو نورو ځوانانو سره د خلکو په وهلو او سپکولو لیدل شوی وو.

د شاهي امر وروستو نن په سوشل میډیا خپره شوې یوه ویډیو کې ښودل کیږي چې د شاهي کورنۍ دغه ځوان پولیسو لاس تړلی نیولی او د خپل کور نه یې راوباسي.

د دغه سعودي شهزاده د نیولو وړاندې په سوشل میډیا خپرو شوو یو شمیر ویډیو ګانو کې دغه ځوان کله د خلکو وهلو ټکولو، کله په زور د کورونو راویستلو، څوک په ګاډو کې په زورلو او په یوه ویډیو کې د شرابو ډک میز سره لیدل شوي وو.

د دغو ویډیو ګانو خپرویدو وروستو په سوشل میډیا د دغه ځوان د نیولو غوښتنې کیدلې. په ټویټر یو تن لیکلي وو ٫٫ که ته شهزاده يې ، که وزیر او که یو عام تن څوک هم د قانون نه اوچت نه دی.٬٬

د الخبریه لخوا خپور شوي امر لاندي د دغې ځوان پر ضد قضې ته به په ویډیو ګانو کې لیدل شوي کسان د ګواهۍ لپاره رابلل کیږي.

سعودي عربستان په ګرده نړۍ کې سختې سزاګانې لري او په ګرده نړۍ کې تر ټولو زیاتې تیزندۍ هم په سعودي عرب کې ورکړل کیږي. تیر کال هم د شاهي کورنۍ یو شهزاده د قتل په جرم کې تیزندي کړی شوی وو.

XS
SM
MD
LG