لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودي عرب په مشرۍ کې د سني مسلمان هیوادونو ایتلاف په رسمي ډول پرانستل شو


غونډې ته وینا کې سعودی ولي عهد او د سعودي عرب ددفاع وزیر محمد بن سلمان وویل تندروي او ترهگري کرکه خپروي او د اسلام بدنامۍ سبب جوړیږي
غونډې ته وینا کې سعودی ولي عهد او د سعودي عرب ددفاع وزیر محمد بن سلمان وویل تندروي او ترهگري کرکه خپروي او د اسلام بدنامۍ سبب جوړیږي

د سعودي عرب په مشرۍ کې د سني مسلمان هیوادونو پوځي اتحاد د اتوار، یکشبې، په ورځ په ریاض کې د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې په رسمي ډول پرانستل شو.

غونډې ته وینا کې سعودی ولي عهد او د سعودي عرب ددفاع وزیر محمد بن سلمان وویل تندروي او ترهگري کرکه خپروي او د اسلام بدنامۍ سبب جوړیږي.

د پوځي ایتلاف مشري د پاکستان د پوځ پخوانی سرلښکر جنرل راحیل شريف کوي.

د سعودي عرب په مشرۍ کې پوځي ایتلاف ته د اسلامک ملټري کاونټر ټېررازم کوالیشن یا ايي ایم سي ټي سي نوم ورکړی شوی دی.

د ایتلاف په اړه یو رسمي بیان کې ویل شوي د ۴١ هیوادونو اتحاد مقصد په نړي واله کچه د ترهگرۍ او د پرتشدد تندورۍ خلاف جنگیدل او د انفرادي هیوادونو صلاحیتونه زیاتول دي.

بیان وايی د ریاض غونډه د ایتلاف په رسمي ډول پرانسته کوي او د ايي ایم ټي سي غړو هیوادونو ترمنځ همکاري مضبوطوي.

د ایتلاف حمایت کونکي ايي ایم سي ټي سي ته د "مسلم نېټو" په نظر کتنه کوي. نېټو د غربي قوتونو پوځی ایتلاف دی. خو لکه په پاکستان کې د گڼ شمیر خلکو په رنگ، د اسلامي اتحاد ناقدین وايي دا ایتلاف په فرقه ایز بنیاد د شیعه ایران، شام او د عراق پرضد جوړ شوی دی.

ایران د شروع راهسې د ايي ایم سي ټي سي مخالفت کړی دی او وايي ددې مقصد په سېمه کې د سعودي عرب نفوذ زیاتول دي.

د پاکستان د پخواني پوځي مشر جنرل راحیل شریف د اسلامي پوځي ایتلاف د مشر ټاکل کیدو ورسته په پاکستان کې د ايي ایم سي ټي سي په اړه بحثونه کیدل. په ایتلاف کې د پاکستان د شمولیت مخالفین وايي په دې به د پاکستان اقلیتي شیعه ټولنه ناراضه شي او د گاونډي ایران سره به د پاکستان تعلقات خراب شي.

ویل کیږي چې د ايي ایم سي ټي سي د غونډې ورسته به د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي، د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه او د استخباراتي ادارې ايي ایس ايي مشر به د سعودي عرب په بلنه د مهمو صلاح مشورو لپاره د سعودي عرب دوره کوي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې په خپله یوه اداریه کې خبردرای کړی که چرې د اسلام ایتلاف هدف په سېمه کې د مخالفینو د چقولو او د خپلې مفکوري د خپرولو لپاره د سعودي عرب پلیټ فارم وي نو د پاکستان لپاره به غوره دا وي چې د اتحاد نه بهر شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG