لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په حج کې د سوونو مَړو ذموار سعودي عربستان دی؟


په سعودي عرب کې د پاکستان سفير ښاغلي منظور الحق ويلي دی تر اوسه ورته نه ده معلومه چې د حج بیت الله په وخت څومره پاکستانیان مړه شوي دي خو واېي کیدلې شي چې په مطبوعاتو کې دمړو په حقله کوم رپورټونه راغلي دي هغه سم وي- مطبوعات واېي تر اوسه اووه پاکستاني وگړي د حج په وخت په ټیل ما ټیل کې مړه شوی دي- د سعودي چارواکي واېي تر اوسه پورې د ټولو وژل شوو کسانو شمیره 717 ته رسېدلې ده-

Ambassador Manzorul Haq
Ambassador Manzorul Haq

د ډیوه ریډیو سره په خصوصي مرکه کې ښاغلي سفير د انتظامونو په حقله د یو تپوس په ځواب کې ویلي دي چې د حج لپاره هر کال په میلینو خلق سعودي ته رسي او دا ممکنه نه ده چې هر تن ته پوره سهولت ورکړی شي- د سعودي سرکاري مطبوعات واېي د سعودي عرب پاچا شاه سلمان د حج په وخت د خلقو د خوندي ساتلو انتظامونو ته بیا د کتنې آمر کړی دی-

هلته د ایران مشر آیت الله خامنه اي په سعودي عرب باندې په حج کې د نامناسبه انتظامونو تور پورې کړی دی- تهران د ریاض نه د حاجیانو د مرگونو د ذموارۍ منلو غوښتنه کړیده- خو د سعودي عرب چارواکي واېي دا پېښه د حاجیانو د خپلو غلطو په وجه شویده- د سعودي چارواکي واېي حاجیانو د تگ راتگ لپاره ځان ځانله د لارو د کارولو هدایتونه نه دی منلي-

د ایران نه پرته بل کوم اسلامي هیواد په سعودي عربستان باندې په وسني حج کې د گډوډۍ لپاره نيوکې نه دي کړي- څیړونکي واېي د پاکستان د سفير دريز هم ښاېي چې د سعودي عربستان په ناکامۍ باندې د پردې اچولو هڅه کوي-

یو عيني شاهد نصرالله خان ډیوه ریډیو ته ویلي دي چې د شیطان د ويشتلو په وخت ډیر خلق په یو بل باندې ورپریوتل او چغې جلۍ یې شورو کړلې - نصرالله واېي هغه د سوات دی او په حج کولو یې څلور لاکه او اتیا زره پاکستانۍ خر چ کړي دي خو واېي ډیره گرمي ده او د سعودي چارواکو له پکار ده چې د تگ راتگ لارې نورې پراخه کړي او په لارو کې د گرمۍ د زور د کمولو د پاره د یخو هواگانو انتظام وکړي - د زیارت په ورځ په مکه کې موسم څلویښت درجه سينټي گریډ ؤ-

د ډیوه ریډیو په پروگرام پریس کانفرنس کې کالم ليکونکي ډاکټر تقي ویلي دي سعودي چارواکو له خپله د حج دغه موجوده تگ لاره بدلول پکار دي – هغه واېي په ډیره لویه شمیره کې د حج لپاره د خلقو په تگ کې کمې کول پکار دي- تقي واېي چې په خاصه توگه د ناروغانو، سپین روبو او سپين سرو په خاطر داسې سهولتونه پیدا کول پکار دي چې د هغوېي په حج کې خنډان نه پیدا کیږي-

د حج نه د سعودي عربستان خزانې ته په یو کال کې نزدې اته بیلینه ډالره گټه رسي- ځيني نور څیړونکي بیا د سعودي په حکومت نيوکې کوي چې د زیاتو پیسو د گټلو په خاطر زیاتو خلقو ته د حج ویزې ورکوي او اکثره بیا دغه ډول پېښو سره مخ کیږي-

سعودي عرب ته سهکال د حج لپاره د شل لکو نه زیات خلق رسیدلی دی او تیره ورځ د شیطانانو په کاڼو د ویشتلو په وخت د خلکو ټیل ماټیل جوړ شوی ؤ چې پکې د راپورونو له مخې 717 حاجیان مړه اؤ د زرو څخه زیات نور ژوبل شوي وؤ-

څیړونکي واېي د مسلمانانو د مقدسه ابراهيمي سنتو ادا کولو په وخت د 717 حاجیانو مړه کیدل لویه المیه ده او باید د سعودي حکومت راتلونکي کال کې حاجیانو ته په ویزو ورکولو کې د احتیاط نه کار واخلي -

XS
SM
MD
LG