لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سعودي عرب کې موجود د لبنان وزیراعظم ته فرانس د سفر بلنه ورکړه


د فرانس خارجه وزیر ژان ایوز لډراین دسعودي عرب د سفر په مهال په ریاض کې د سعودي عرب خارجه وزیر عادل الجبیر سره لیده کاته کوي
د فرانس خارجه وزیر ژان ایوز لډراین دسعودي عرب د سفر په مهال په ریاض کې د سعودي عرب خارجه وزیر عادل الجبیر سره لیده کاته کوي

د سعودي عرب خارجه وزیر عادل الجبیر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د خپل حکومت دا دریځ تکرار کړو چې د لبنان وزیراعظم سعد حریري په سعودي عرب کې د خپلې رضا پرضد نه دی نیول شوی. سعودي خارجه وزیر په ایران او د لبنان ایران پلوه حزب الله ملیشا باندې د لبنان د کمزوري کولو، په یمن او په بحرین کې د لاس وهنې تورونه ولگول.

په عین حال کې د سعودي عرب په سفر د فرانس خارجه وزیر ژان ایوز لډراین خبریالانو ته وویل چې هغه به د سعد حریري سره ویني او د فرانس صدر ښاغلي حریري ته د پیرس د دورې بلنه ورکړې ده.

سعد حریري ته د فرانس د سفر بلنه د لبناني وزیراعظم په غیر معمولي قيصه کې نوی ول ښکاري. هغه د سعودي عرب په غیر معمولي اوږد سفر و او د هلته نه یې د وزیراعظمۍ د څوکۍ نه د مستعفي کیدو اعلان وکړو خو هیواد ته نه دی ستون شوی. د لبنان صدر ویلي د سعد حریري استعفا یې نه د منظوره کړي او سعودي عرب سعدي حریري نظر بند کړی دی.

لډراین وویل د فرانس صدر میکران، حریري او د هغه کورنۍ ته فرانس ته د تگ بلنه ورکړی ده، هغه چې کله وغواړي فرانس ته تگ کولی شي او په فرانس کې به یې د یو ملگري په توگه هرکلی وشي.

د خارجه وزیر لډراین نه وړاندې د فرانس صدر ایمینول میکران چې څو ورځې وړاندې یې د سعودي عرب دوره هم کړې ده، د فرانس مطبوعاتو ته وویل چې سعد حریري ته یې فرانس ته د راتگ دعوت ورکړی دی.

صدر میکران وايي د سعودي عرب د دورې په مهال یې سعودي ولي عهد محمد بن سلمان او سعد حریري سره لیدلي وو او په دې خبره اتفاق شوی و چې په لبنان کې د ثبات په خاطر به سعد حریري ته فرانس ته د تگ بلنه ورکول شي.

سعودي خارجه وزیر جبیر خبریالانو ته وویل سعد حریري ازاد دی او په خپله مرضۍ له سعودي عرب نه تللی شي.

عادل الجبیر وویل سعد حریري د سعودي عرب شهریت هم لري، هغه او د هغه کورنۍ په رضا کارانه توگه په سعودي عرب کې ژوند کوي او لبنان ته د تگ فېصله د خپل تحفظ په اساس کولی شي. سعودي خارجه وزیر وویل دا الزامات بې بنیاده دی چې سعد حریري په سعودي عرب کې یرغمل شوی، ددې پرته چې هغه د سعودي عرب اتحادي هم دی.

ځینې سعودي څیړنکاران وايي په سعودي عرب کې د سعد حریري د کمپنۍ د دیوالیه کیدو په نتیجه کې هغه د مالي مشکلاتو سره مخامخ شوی دی.

د لبنان سرښار بیروت کې د امریکن یونیورسټۍ د سیاسیاتو د څانگې استاذ پروفیسر هلال کاشان وي او ای ته ویلي د هغه گمان دی چې د سعد حریري د سیاست دور ختم دی او داسې ښکاري چې فرانس ته په جلاوطنۍ روان دی.

پروفیسر کاشان وايي فرانس ته د سعد حریري د امکاني تگ ورسته د هغه د کابېنې د ماتیدو او د نوي وزیراعظم د لټون په مهال به لبنان د سیاسي کړکیچ ښکار شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG