لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودي عرب وزير خارجه پاکستان ته په مهمه دوره


د سعودي عرب وزير خارجه د پاکستان په دوه ورځنې دوره پاکستان ته راغلی دی
د سعودي عرب وزير خارجه د پاکستان په دوه ورځنې دوره پاکستان ته راغلی دی

د سعودي عرب د وزير خارجه د پاکستان د دورې په اړه څيړونکي وايې ، نوموړی به خپله دوره کې د وزيراعظم نواز شريف سره د پخواني پوځي صدر (ر) جنرال پرويز مشرف د مقدمې په اړه خبرې کوي . او نوموړي سره به نواز شريف د پاکستاني حکومت لخوا د تحريک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو په لړ کې د سعودي د کردار لوبولو په اړه هم خبرې کوي .

د سعودي عرب وزيرخارجه سعود الفېصل د گل په ورځ دوؤ ورځو په دوره اسلام اباد ته رسېدلې دی . ټاکل شوې نوموړی به خپله دوره کې د وزيراعظم ميا نواز شريف ، صدر ممنون حسېن او د وزير اعظم د قومي سلامتۍ او خارجه امورو د سيکرټري سرتاج عزيز سره وينې .
د سعودي عرب خارجه وزير سعود الفېصل د پاکستان دوره په داسې حال کې کړې ده ، چې پاکستان کې دنواز شريف حکومت د پخواني پوځي صدر پرويز مشرف په ضد د غدارۍ د مقدمې چلولو پرېکړه کړې ده . او د هغه په ضد د مقدمې دپاره ځانگړې محکمه جوړه کړی شوې ده . خو پرويز مشرف تراوسه لا محکمې ته نه دی وړاندې شوی .
د سعودي عرب د وزير خارجه د پاکستان د دورې په اړه څيړونکي وايې ، نوموړی به خپله دوره کې د وزيراعظم نواز شريف سره د پخواني پوځي صدر (ر) جنرال پرويز مشرف د مقدمې په اړه خبرې کوي .

د پاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم د تېرې جمعې په ورځ خبريالانو ته وئيلي وؤ ، د سعودي د وزيرخارجه دوره د معمول ترمخه ده ، او دغه دوره د وړاندې نه ټاکل شوې وه .
تسنيم اسلم زياته کړې وه ، د پرويز مشرف مسله د ملک دننه ده او د دغې معاملې د کوم بل هېواد سره هېڅ تعلق نشته .
د سعودي عرب د وزير خارجه د دورې په اړه د انگريزۍ ژبې ورځپاڼې ايکسپريس ټريبيون خپل يو رپورټ کې ليکلي وزيراعظم ميا نوازشريف به سعود الفېصل سره په دې هم خبره کوي ، چې د پاکستاني حکومت لخوا د تحريک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو په لړ کې رياض خپل کردار اولوبوي .
او په دغه لړ کې به سعود الفېصل د جمعيت علما اسلام (ف) ډلې د مشر مولانا فضل الرحمان او مولانا سميع الحق سره هم ويني .
رپورټ وايې د پاکستان دفتر خارجه يوچارواکي د دې خبرې نه انکار کړی ، چې د سعودي خارجه وزيربه د فضل الرحمان او سميع الحق سره لېدۀ کاتۀ کوي .
د رپورټ ترمخه سعودي چارواکي به د وزيراعظم نواز شريف ، مولانا فضل الرحمان او مولانا سميع الحق سره يواځي ليدهۀ کاتۀ کوي ، او په دغې ځانگړي ملاقات کې به طالبانو سره د مذاکراتو په اړه خبرې اترې کولی شي .
رپورټ کې د يو بل پاکستاني چارواکي د خلې وئيل شوي پاکستان په دې يقين لري چې سعودي عرب طالبانو سره د خبرو اترو په لړ کې خپل اثر رسوخ په کار راوستلی شي .
ولې د پاکستان دمرکزي کابينې يو سنئير غړي په دغه اړه وئيلي سعودي عرب د القاعده سره د تړاؤ لرونکو طالبانو په لړ کې د ډېر احتياط نه کار اخلي .

رپورټ د يوې مذهبي ډلې د مشر د خلي ليکلي دي رياض طالبان د مذاکراتو په مېز د راوستو دپاره مالي حربه کارولی شي . نوموړي وئيلي طالبان د مالي ستونزې ښکار وي او سعودي عرب په پيسو هرڅه اخيستلی شي .
يو حکومتي چارواکي وئيلي ، دا نه ده په ډاگه چې سعودي به په دې لړ کې په کردار لوبولو رضامند شي ، ځکه چې سعودي عرب په سيمه کې خپلې گټې په نظر کې ساتي .
رپورټ د دفاعي چارو د څيړونکي ليفټيننټ جنرال (ر) طلعت مسعود د خلې ليکلي دي ، چې طالبانو ته مالي مرستې د سعودي عرب سره د گلف هيوادونو څخه راځي ، نو ځکه د رياض دغه خبره طالبان د اثر لاندې رواستلی شي .
او بله دا چې سعودي عرب خپله نېغ په نېغه يا د چا په واسطه هم دغه گروپونه خبرو ته کښېنولی شي .
ځينې راپورونه د سعودي خارجه د وزير د دورې په اړه وايې ، چې سعود الفېصل به د وزيراعظم نواز شريف سره په دې هم خبرې اترې کوي ، چې پاکستان د افغانستان دپاره کومې پاليسۍ لري .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG