لاس رسیدونکی لینک

د بډو رشوتونو د تحقیقاتو په لړ کې سعودي عرب ٢٠٨ کسان نېولي


سعودي باچا شاه سلمان

په حکومت کې د بډو رشوتونو د تحقیقاتو په لړ کې سعودي عرب ٢٠٨ کسان نېولې دي چې پکې گڼ شمیر شهزادگان هم شامل دي او د هیواد تر ټولو مشر سرکاري وکیل یا اټرني جنرل ویلي په تیرو څو کلونو کې د ١٠٠ ارب ډالرو نه د زیاتو پېسو غبن شوی دی.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یو بیان کې مشر سرکاري وکیل یا څارنوال سعود المجیب وویل په نیول شوو کسانو کې اووه ازاد کړی شوي دي او باقې پاتې ٢٠١ وس هم گرفتار دي.

حکومت ١٧٠٠ بینک اوکانټونه یا د بینکونو کاتې بندې کړې دي.

ناقدین وايي سعودي حکومت د مخالفینو چقولو لپاره دا اقدامات پیل کړې دي چې ٣٢ کلنې ولي عهد محمد بن سلمان د بادشاهت دپاره لاره هواره کړی شي.

د سعودي باچا شاه سلمان زوی محمد بن سلمان د بډو رشوتونو پرضد د یو کمیشن یا حکومتي ډلې مشر هم ټاکل شوی دی په پراخه کچه اختیارات لري. په دغه اختیاراتو کې خلکو د گرفتارۍ، په سفر د پابندۍ او د بینک اکاونټونو د منجمد کولو اختیارات شامل دي.

د سرکاري وکیل بیان وايي د تیرو دریو کلونو تحقیقات ښايي په تیرو څو لسیزو کې د غبن او د منظم اداري فساد د لارې لږ تر لږه ١٠٠ ارب ډالر غبن شوي دي.

حکومت د نیول شوو کسانو نومونو نه دي څرگند کړې خو ویل کیږي چې پکې گڼ شمیر شهزادگان، د کابېنې موجوده او پخواني وزیران او نور خلک شامل دي.

XS
SM
MD
LG