لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سعودي عرب کې د بډو رشوتونو پرضد اقدامات او که اقتدار لپاره د ولي عهد لاره هوارول کیږي؟


سعودي ولي عهد محمد بن سلمان
سعودي ولي عهد محمد بن سلمان

په سعودي عرب کې د بډو رشوتونو خلاف تحقیقاتو په لړ کې د گڼ شمیر شهزادگانو او د لوړ رتبه مامورینو گرفتارۍ په داسې حال کې شوي دي چې سعودي باچا شاه سلمان خپل زوي او ولي عهد محمد بن سلمان ته په حکومت کې په پراخه کچه اختیارات ورکړې دي.

په نیول شوو شهزادگانو کې ارب پتې شهزاده الولید بن طلال هم دی. د هغه نه علاوه ١٠ نور شهزاد ګان، څلور وزیران او ځېنې پخواني وزيران شامل دي.

په مطبوعاتو کې د سعودي ددغه اقدام په باره کې خبرونه په مهمه توه چاپ شوي دي.

د امریکې سرښار واشنگټن نه خپریدونکي ورځپاڼه واشنگټن پوسټ لیکي چې دا گام په سعودي حکومت کې د بډو رشتونو خلاف د اصلاحاتو ضرورت په ډاگه کوي خو دا هم ښايي ولي عهد محمد بن سلمان په قدرت خپل گرفت مضبوطول او خپل حریفان او ناقدین ختمول غواړي.

د شهزاده ولید بن طلال نه علاوه د نورو نیول شوو شهزادگانو نومونه نه دي څرگند کړی شوي او واشنگټن پوسټ وايي شهزاده طلال د سعودي عرب د موجود رهبرانو او په یمن کې د سعودي مداخلت حمایتي و.

د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي د شهزاده طلال گرفتاري د نړۍ د مالياتي مرکزونو لپاره پریشانۍ وړ خبر دی.

د خالي، شنبې، په ورځ جاري شوي شاهي فرمان کې ولي عهد محمد بن سلمان د یوې کمیټۍ مشر ټاکل شوی. واشنگټن پوسټ وايي دغه کمیټۍ ته د بډو رشوتونو د ختمولو لپاره په پراخه کچه اختیارات ورکړی شوي دي چې پکې د گرفتارۍ احکامات جاري کول، د خلکو په سفر بندیز لگول او د بینک اکاونټونو منجمد کول شامل دي.

د سعودي عرب دولتي خبري ادارې ترمخه د باچا سلمان بن عبدالعزيز په حکم د سعودي نيشنل ګارډ يا ملي امنیت او سمندري ځواک مشران هم د چوکو لرې کړل شوي دي.

د باچا په حکم جوړې شوې کمېټۍ چې د غبن پلټنې کوي دا واک ورته ورکړی شوی دی چې مشکوک تن نيولی شي، سفري بندېزونه پرې لګولی شي او اثاثې يا جايداد يې تړلی شي.

راپورونه وايي د پلازمينې رياض رټزکارلټن هوټل د شنبې په ورځ خالي کړی شوی چې نيول شوي کسان شهزادګان پکې وساتل شي.

XS
SM
MD
LG