لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودي عرب باچا شاه عبدالله په حق ورسیدو


ویل کیږي کې چې شاه عبدالله په کال ١٩٢۴ کې ریاض کې په داسې انتهائي زاړه پاله کورنۍ کې زیږیدلی وو چې زیات زور پکې د میلمستیا په روایاتو او په اسلام باندې وو
ویل کیږي کې چې شاه عبدالله په کال ١٩٢۴ کې ریاض کې په داسې انتهائي زاړه پاله کورنۍ کې زیږیدلی وو چې زیات زور پکې د میلمستیا په روایاتو او په اسلام باندې وو

د سعودي عربستان باچا شاه عبدالله چې د ترهگرۍ او تندورۍ خلاف جنگ کې د امریکې د نزدې ملگری وو د ٩٠ کلونو په عمر کې په حق رسیدلې دی. ولې عهد اود دفاع وزیر شهزاده سلمان به د شاه عبدالله جانشین وي.

د امریکې صدر براک اوباما د امریکې اولس او په شخصي توگه د خپل اړخه د سعودي شاهي کورنۍ او د سعودي عرب اولس سره د شاه عبدالله په مرگ غمرازي کړې ده.

صدر اوباما د شاه عبدالله په مرگ غمرازي یو بیا کې وکړه. "په داسې مهال چې زمونږ هیوادونه د گڼ شمیر مشکلاتو سره مخامخ دي، ما همیشه د شاه عبدالله د فکر قدر او زخنوږ د تودې او رښتینې ملگرتیا ستائنه کړې ده،" صدر اوباما وویل.

شاه عبدالله کال ٢٠٠٦ کې د په تخت کښیناستو خو په اصل کې هغه د باچاهۍ واک اختیار په کال ١٩٩٥ په داسې وخت کې ترلاسه کړی وو چې د هغه میرنی رورو او د هغه وخت باچا شاه فهد د ناروغۍ په وجه د باچاهۍ دنده نشوه ترسره کولی.

ویل کیږي کې چې شاه عبدالله په کال ١٩٢۴ کې ریاض کې په داسې انتهائي زاړه پاله کورنۍ کې زیږیدلی وو چې زیات زور پکې د میلمستیا په روایاتو او په اسلام باندې وو.

کله چې شاه عبدالله هلکوالۍ ته ورسیدو نو سعودي عرب کې تیل وموندلی شول، په نتیجه کې يي سعودي عرب د نړۍ د تیل صادرولو تر ټولو لوې هیواد وگرځیدو او شاهي کورنۍ ته يي په لویه کچه دولت راوړلو.

باچاهي ترلاسه کولو ورسته شاه عبدالله سعودي عرب کې جدت راوستلو دپاره گڼ شمیر کارونه وکړل چې پکې ښځو ته سیاست کې د برخه اخیستلو غوندی اقدامات شامل دي. او سږ کال به په وړمبي ځل زنانه په مقامي انتخاباتو کې ووټونه هم اچولی شي.

شاه عبدالله د غربي طرز یونیورسټي هم قائمه کړې وه چرته چې هلکان او جینکۍ په مشترکه توگه مخلوط ماحول کې تعلیم ترلاسه کولی شي. او د سعودي په ټیلې وژن او ریډیو موسیقي هم غږولی کیږي چې وړاندې پرې پابندي لگیدلې وه.

د خارجي تگ لارې په مد کې شاه عبدالله منځني ختیز کې د امن داسې تجویز وړاندې کړی وو چې ترمخه به عرب هیوادونو اسرائیل تسلیمولو او په بدل کې به فلسطینیانو خپل ازاد وطن جوړولو.

امریکې ته یو افشا شوي سفارتي خط کې شاه عبدالله لیکلې وو چې امریکې ته پکار دي چې په ایران حمله وکړي چې دا رنگ " د مار سر غوڅ کړی شي" یعني د ایټمي وسله جوړولو په لړ کې د ایران مخه ونیولی شي.

د شام صدر بشارالسد خلاف جنگ کې ښکیل باغیانو ته وسله ورکونکی سعودي عرب تر ټولو لوې مرسته کونکی هیواد دی او شام او عراق کې د داعیش خلاف جنگ کې د امریکې تر ټولو لوې ائتلافي ملک هم دی.

ددې ترڅنگ چې شاه عبدالله جدت دپاره د هیواد دننه گڼ شمیر اقدامات کړې وو، د انساني حقوقو ډلې وايي سعودي عرب کې ښځې اوس هم د ډیرو بنیادي حقوقو نه محرومه دي.

د سعودي بادشاهت د عرب سپرنگ یا د عرب سپرلې په نوم جمهوریت دپاره د هغه تحریکونو ملاتړ نه وکړی چې په نتیجه کې يي تیونس، مصر، لیبیا او یمن کې امریتونه لمینځه لاړل.

سعودي عرب کې سیاسي اختلاف نشې زغمل کیدی. د بیان په ازادۍ سخت قدغنونه لگیدلې دي او مجرمانوته لکه د سر د قلمیدو غوندې انتهائي سختې سزاگانې ورکړی کیږي چې د انساني حقوقو تنظیومونه يي غندنه کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG