لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سام سنګ موباېل سوزیدل او د نوؤ موباېلونومارکېټ ته راتګ


Apple Event
Apple Event

خبردار!

که غواړئ چې د سام سنګ ګیلکسي موبایل مو په جیب کې اور وا نخلي نو په الوتکه کې يې د سفر پرمهال مه کاروئ.

په وروستۍ پېښه کې یو ځل بیا د امریکا په کنټاکي ایالت کې په یوې الوتکه کې د سپرلۍ په لاس کې د سام سنګ ګیلکسي نوټ سیون موبایل اور اخیستی.

دا پیښه د اکټوبر په پنځمه نیټه (د چهارشنبې په ورځ) رامنځته شوی ده چې په ترڅ کې يې د الوتکې له ټولو سپرلیو څخه غوښتل شویدي چې له الوتکې کوز شي.

یادې کمپنۍ ویلي دي چې دوي به د سام سنګ ددغه سوزیدلي موبایل د اور اخیستنې د دلیل په اړه پلټنې وکړي.

تر دې مخکې هم داسې راپورونه خپاره شوي وه چې د سام سنګ ګیلکسي نوټ سیون بېټرۍ په یوشمیر موبایلونو کې د چارجولو پر مهال چاودلې وې چې د سام سنګ د چارواکو په وینا شمیر يې لسګونو ته رسیږي.

د سام سنګ ګیلکسي نوټ سیون موبایل وروستي نوی ګرځنده ټیلفون دي چې سام سنګ بازار ته وړاندې کړی.

تر دې مخکې هم د سام سنګ موبایلونو څخه د بټرۍ د ګرمیدو او اور اخیستو له امله ډیر شکایتونه شوي وه نو ځکه د سام سنګ کمپنۍ دغه نوی موبایل یو خوندي مبایل ګڼلی وه.

په امریکا کې که د کومې کمپنۍ په تولیداتو کې کومه بنیادي ستونزه رامنځته شي نو د قانون له مخې ټول خرڅ شوي تولیدات ددغې ستونزې د حل لپاره باید راټول کړاي شي او د جوړیدو وروسته يې بیرته بیا پیریدونکو ته ورکړل شي چې دغه بهیر ته د بیا راټولیدو یا ریکال کلیمه کاروي.

سام سنګ د سپټمبر په لسمه نیټه له خپلو ټولو پیریدونکو څخه غوښتي وه چې د ګیلکسي نوټ سیون موبایل درلودونکي دې تر هغې خپل موبایل نه کاروي ترڅو یې ددوي په پلورنځیو کې بیرته بدل نه کړي.

د سام سنګ کمپنې له اخیستونکو څخه د موبایلونو د بیا راټولیدو په بهیر کې دوه نیم میلیونه ګرځنده مبایلونه ریکال کړي وه.

له دغه ریکال سره د سام سنګ کمپنې ته کابو د پنځو میلیاردو ډالرو تاوان اوښتی.

پدې وروستیو کې زیات هوايي شرکتونه د الوتنو دمخه د الوتکې له سورلۍ غواړي چې په الوتکه کې دې سام سنګ موبایل نه کاروي بلکه غوره به وي چې د خپلو جامو په بکس کې دې وساتي.

که څه هم په پاکستان کې چینايي کیو موبایل تر نورو ټولو ګرځنده ټیلفونونو زیات خرڅیږي خو سام سنګ ګیلکسي موبایل له ای فون سره یوځای په افغانستان او پاکستان کې خپل ځانګړي مینوال لري.

ایا په سام سنګ ګیلکسي موبایلونو کې ددغې نیمګړتیا له امله د آی فون مشتریان زیات شویدي او که څنګه؟

دې پوښتنې ته په ځواب کې د ټکنالوژي پوهان د نه ځواب ورکوي ځکه دوي وايي د ګرځنده ټیلفونو بازار تقریبا مشبوع حالت ته رسېدلی.

په بازار کې د سام سنګ او ایي فون له موبایلونو څخه دمخه نوکیا او بلک بیري هم ډیر زیات مینوال درلودل خو د وخت په تیریدو سره ترې سام سنګ او ایي فون مشتریان راخپل کړل ان تر دې چې اوس په بازارونو کې ډیر کمه رنګه ښکاري.

دا به وخت جوته کړي چې ایا سام سنګ د خپلو موبایلونو ستونزې حلولی شي او که دوي به هم ورو ورو په بازارونو کې خپل مینه وال له لاسه ورکوي.

که څه هم د سام سنګ او ای فون ترمنځ سیالي پرمخ روانه ده ګوګل هم اعلان وکړ چې د ۴۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د موبایل ټیلفونو بازار ته به ور ودانګي.

ګوکل د امریکا په سانفرانسیسکو کې د یوې غونډې په ترڅ کې د اکټوبر په پنځمه نیټه وویل چې د پیکسل په نامه د ګوګل ګرځنده ټیلفونونه به له ای فون او سام سنګ ګیلکسيسره ورته بیه ولري خو چارج به تر دغو ټلیفونونو زیات ساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG