لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان قامي بیانیه د خطرناکو خلکو په لاسو کې ده


Hussain Haqani
Hussain Haqani

د پاکستان د روښان فکره ، پرمختګ خوښو او اذاد خېالو په لندن کې ساتھ دوېمې غون‌‌‌‌‌‌ډې ته په واشنګن کې پخواني سفیر حسېن حقاني اوویل په پاکستان کې لږکېو ته د خپل مذهبي چارو اذادي نشته دی. د ښاغلي حقاني په خیال په پاکستان کې دپښتنو، بلوڅانو، سندیانو او مهاجرو سره ظلم کېږي. هغه د پاکستان د پوځ له لوري د افغانستان او پاکستان تر منځه په پوله په ازغن تار لګولو هم نيوکې وکړې، هغه اووېل
"دپاکستان او افغانستان دپښتنو تر منځه د برلن دیوال د جوړولو کوښښ روان دی"
ښاغلي حقاني خبرداری ورکړو د برلن د دیوال انجام هېرول نه دي پکار.

ساتھ فورم د پاکستان په امریکه او نوره نړۍ کې د میشتو ېو شمېر پوهانو تنظيم دی، ددې تنظيم نعره ده د ترهګرۍ په ضد او د انسانیت ملګري جنوب اېشیايي قامونه.


د ساتھ کانفرنس شریک کوربه ‌‌‌‌‌‌ډاکټر تقي اوویل د دويي دا غون‌‌‌‌‌‌ډه د پاکستان خلاف نه ده بلکې د ېو مترقي پاکستان جوړولو کوښښ کوي چرته چې ټولو قامونو ته یو شان حقونه ورکړې شي. ډاکټر تقي اوویل غواړي په پاکستان کې حال دادی چې هلته څوک د خبرې کولو توان نه شي کولې.


د غون‌‌‌‌‌‌ډې د پرانستې دستورې ته وتلي خبرېال راشد رحمان اوویل که څوک غواړي چې تش په خبرو او خوبونو د پاکستان یو ښه عکس نړۍ ته ښودلی شي نو دا ګرانه ده. د ښاغلي رحمان په خېال هغه حقیتونه بدلول پکار دي د په وجهچې پاکستان په نړۍ کې بدنام شوی دی.

د ساتھ کانفرنس درې ورځنۍ غون‌‌‌‌‌‌ډې ته اوویل شو چې یو مترقي، جمهوریت پلوه او روښان فکره محاذ جوړول پکار دي ګني په پاکستان کې به مذهبي لږکیو، ښځو او روښان فکرانو ته ستونزې نورې سوا شي.

په لندن ساتھ غون‌‌‌‌‌‌ډه کې د پاکستان نه علاوه د امریکه او يورپ نه نزدې سل پوهان برخه اخلي. د لندن غونډه به تر درې ورځو پورې روانه وي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG