لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیرستان ته د روس پوځي پلاوي سفر او سیمه کې اندیښنې!


په واشنګټن، برسلز او کابل کې د روس او افغان طالبانو تر منځ په ممکنه اړیکو تاودې خبرې روانې وې چې د پاکستان پوځ د روس یو ټیټ رتبه پوځي پلاوی په لومړي ځل وزیرستان ته بوتلی.

د پاکستان پوځ په یوه بیانیه کې ویلي د روس پوځي پلاوی يې په وزیرستان کې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې په کامیابیو خبر کړی دی. وزیرستان د افغان طالبانو او حقاني ډلې اډه ګڼل کیږي. امریکا او افغانستان تل د پاکستان نه پولې ته څیرمه قبایلي سیمو کې افغان مخالف تنظیمونو پرضد د عملیاتو غوښتنه کوي.

د روس او طالبانو ترمنځ د ممکنه اړیکو په اړه د کابل اندیښنې:

تیره ورځ افغان چارواکوهم ویلي وو د تاجکستان سره په پوله افغان طالبانو ته د اعش پرضد جګړه کې د روس لخوا مرستې ترلاسه کیږي.

د قندوز ایالت یو ځايي چارواکي امام الدین قریشي تیره ورځ وي او ای اشنا ته ویلي وو په امام صیب اولسوالۍ کې په سلګونو طالبان راغونډ شوي او روسي مرستو ته په طمعه دي.

د افغانستان د خارجه چارو وزیر صلاح الدین رباني روانه اونۍ په واشنګټن کې یوې غونډې ته ویلي وو د روس لخوا افغان طالبانو سره کیدونکې مرستې په جنګ ځپلي افغانستان کې سولې ته زیان رسولی شي. ښاغلي رباني په واشنګټن کې اټلانټک کونسل څیړنیزې ادارې ته د وینا په وخت ویلي ٫٫ په افغانستان کې ترهګرو ډلو سره مرستې کول به دغو ډلو ته یو بد پيغام ورکړي چې نړیواله ټولنه دوي مني، اوګرانه ده که دوي بیا افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته کیښني.٬٬

د روس او طالبانو ترمنځ د ممکنه اړیکو په اړه د امریکا او ناټو اندیښنې:

څو ورځې وړاندې یو امریکايي جنرال د امریکا کانګرس یوې اورونې ته ویلي وو روس په افغانستان کې د طالبانو سره مرستې کوي.

د سینټ کام مشر جنرال جوزف ووټل د اورونۍ په وخت زیاته کړی وه امکان دی روس په افغانستان کې طالبانو ته وسلې او نورې مرستې ورکوي. د جنرال جوزف په وینا روس غواړي د نړۍ په دغه مهمه سیمه کې خپل اثر رسوخ سوا کړي.

د ناټو اتلافي عسکرو مشر جنرال کرټیس هم د سینټ یوې کمیټۍ ته ویلي ٫٫ مونږ په نژدیو ورځو کې په افغانستان کې د روس ریاتیدونکې اثر لیدلی، په خاصه توګه طالبانو ته د وسلو ورکولو په ترڅ کې.٬٬

روس اوس په افغانستان کې څه غواړي؟

روس په ظاهره نه غواړي چې د هیواد خوا ته يې په افغانستان کې داعش پښې کلکې کړي. روس ویره لري که داعش افغانستان کې ځايې پیدا کوي، نو کیدايې شي تپ به يې د منځني اسیا نورو هیوادونو ته ورسیږي. د منځني اسیا هیوادونو کې مسلمانان په اکثریت کې دي. او د مسکو سره ښې اړیکې لري. هم دغه علت دی چې روس باندې د واشنګټن، برسلز او کابل تور دی چې د داعش له ویرې مسکو طالبانو ته نزدې کیږي. خو په مسکو تور دی چې په افغانستان کې د داعش د مخنیوي لپاره طالبانو ته لاس ورکوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تیره اونۍ اعلان کړی وو چې امریکا به د اپریل په میاشت کې په مسکو کې افغانستان د سولې په کانفرنس کې برخه نه اخلي. په دغه غونډه کې به د افغانستان په شمول د مرکزي اسیا هیوادونه، چین، هند، ایران او پاکستان ګډون کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG