لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس وايي شام به د مخالفینو سره خبرې اترې زربیا شورو کړي


روسي خارجه وزیر سرگی لاورو او د سیرین کوالیشن مشر احمد جربه
روسي خارجه وزیر سرگی لاورو او د سیرین کوالیشن مشر احمد جربه
د روس حکومتي چارواکو ویلي د شام حکومت به د مخالفینو سره زر بیا د امن مذاکرات شورو کړي. ددې نه وړاندې د فریقینو په منځ کې تیره هفته جنیوا کې شوو خبرو اترو کې څه پرمختگ نه وو شوی.
د روسي چارواکو بیانونه د نهې په ورځ په داسې مهال راغلې چې د روس خارجه وزیر سرگی لاورو ماسکو کې د شام د مخالفې ډلې سیرین نیشنل کوالیشن مشر احمد جربا میلمستیه وکړه.
لاورو وویل د شام د خانه جنگۍ سیاسي حل راویستلو په غرض روس د شام د حزب اختلاف په شمول د ټولو ډلو سره مسلسل رابطې ساتل غواړي.
لاورو وویل "مونږ د خپلو یورپې او امریکائي همکارانو او سیمه کې موجود هیوادونو نه هم غوښتنه کوو چې دغه دریز دې خپل کړي. مونږ په دې یقین لرو چې د استثنا بغیر دې دوي د شام په جنگ کې ښکیل د ټولو فریقینو سره کار وکړي. ځما مطلب دی د سیاسي فریقینو سره، د ترهگرو ډلو سره نه."
جربا وویل حزب اختلاف هم مذاکرات جاري ساتل غواړي. هغه وویل روس د شام د کړکیچ سیاسي حل دپاره اهم کردار ادا کوي.
هم د نهې په ورځ د روس نائب خارجه وزیر گنیډي گیټیلوف وویل شام به دا میاشت د کیمیاوي وسلې یوه لویه برخه د هیواد نه لرې کوي.
د کیمیاوي وسلې لرې کیدونکې دغه برخه د هغه کوششونو په لړ کې ده چې هدف يي د سږ کال تر منځنۍ مودې پورې هیواد د کیمیاوي وسلو نه پاکول دي. خو امریکائي چارواکو د دغه عمل په سست روۍ تنقید کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG