لاس رسیدونکی لینک

روس د شام دامن مذاکراتو کوربه توب کوي


د شام صدر بشارالسد وايي خبرې اترې یواځې د شام حقیقې حزب اختلاف سره کیدی شي. تصویر ښائي بشارالسد پوځي افسرانو سره ډوډۍ ته ناست دی

د شام د څلور کلونو خانه جنگۍ د سیاسي حل دپاره د شامي ډلې خبرو اترو دپاره د روس سرښار ماسکو ته رسیدلې دي.

چارواکې وايي خبرې اترې د گل یا یکشنبې په ورځ شورو کیږي او تر څلور ورځو پورې به روانې وي. د مذاکراتو مقصد د امن کانفرنس دپاره لار برابرول دي لکه چې د ملگرو ملتونو په منځگړي توب وړاندې شوي وو. په دغه خبرو اترو کې څه زیات پرمختگ نه وو شوی.

ماسکو کې کیدونکو خبرو اترو د کامیابۍ څه ډیر امیدونه نشته. د شام د حکومت مخالفې هغه ډلې چې غربي هیوادونه يي ملاتړ کوي د ماسکو په مذاکراتو کې برخه نه اخلي او دا پوښتنې هم راپورته کیږي چې د حکومت سره په جنگ کې ښکیل مختلفو ډلو ترمنځه معاهده څه رنگ ترلاسه کیدی شي.

د امرېکې په فارن افئیرز نومې مجله کې د گل یا یکشنبې په ورځ شائع شوي یوه مرکه کې د شام صدر بشارالسد ویلي هر د جنگ حل د خبرو اترو دلارې راویستلی کیدی شي. خو هغه وویل خبرې اترې د قطر، سعودي عرب او یا د غربي هیوادونو په لاسونو کې د گوډاگو پرځاې یواځې د شام حقیقې حزب اختلاف سره کیدی شي.

بشارالسد د غربي نړۍ دې دریز په هکله هم پوښتنې راپورته کړې چې گني شام کې معتدله اختلاف هم شته. هغه وویل د حکومت خلاف جنگیدونکې ټولې ډلې په حقیقت کې باغیان دي چې زیاترو پکې القاعده کې شمولیت اختیار کړی او یا بیا د شام په پوځ کې شامل شوي دي.

د بشارالسد حکومت باغیان ترهگر گرځوي چې د خارجي هیوادونو د اثر د لاندې جنگیږي.

فارن افئیرز مرکه کې، بشاراالسد په ترکي، قطر او سعودي عرب د ملگرو ملتونو د امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل د قرارداد د خلاف ورزۍ الزام ولگولو او وې ویل دغه هیوادونه د داعیش او د القاعده سره تړلې النصره فرنټ ډلې ملاتړ کوي. هغه وویل ترکې شام کې جنگ دپاره وسله وال رالیږي.

بشارالسد وايي کله راهسې چې د امریکا په مشرۍ کې اتحادي هیوادونو داعیش خلاف هوائي بمباري شورو کړې ده دغه وسله والې ډلې نورې سیمې هم نیولې دي. هغه وویل حقیقي پرمختگ په مزکه د جنگ دلارې ترلاسه کیدی شي او امریکائي هلې ځلې هڅې دهوکه ده.

خو امریکائي او عراقي چارواکې ددې برعکس نظر لري. عراقي وزیراعظم حیدر البادي وايي هوائي حملو د وسله والو مخه نیولې ده او عراقي او کرد پیش مرگه ځواکونه يي ددې جوگه کړې دي چې د داعیش نیول شوي سېمې بیرته واخلي.

څلور کاله وړاندې د بشارالسد خلاف شورو کیدونکی اولسي پاڅون او بیا خانه جنگۍ کې ٢٠٠٠٠٠ خلک وژل شوي او د ابادۍ لویه برخه په خپلو کورنو پریښودو مجبور شوي دي. دا وخت ترکي، لبنان، اردن، عراق او مصر کې د شام شا او خوا درې اشاریه اووه میلینه مهاجرین موجود دي. ملگري ملتونه وايي اووه اشاریه شپږ میلینه نور خلک د هیواد دننه بې کوره شوي دي.

XS
SM
MD
LG