لاس رسیدونکی لینک

روسي صدر یوکرین د پولې نه ځواکونو د لرې کولو حکم کړی


د روس صدر ولادیمیر پوټن یوکرین د پولې سره نزدې سیمو کې پوځي مشقونو کې مصروف ځواکونو ته بیرته خپلو مرکزونو ته د تلو امر کړی دی
د روس صدر ولادیمیر پوټن یوکرین د پولې سره نزدې سیمو کې پوځي مشقونو کې مصروف ځواکونو ته بیرته خپلو مرکزونو ته د تلو امر کړی دی.
کریملن د گل په ورځ دغه اعلان په داسې وخت کړی چې څو ورځې ورسته یوکرین کې صدارتي انتخابات کیدونکې دي.
غربي هیوادونو د یوکرین سرحد سره نزدې د زرگونو په شمیره کې د روسي عسکرو پرځائې کیدو مخالفت کړی وو او اندیښمني يي څرگنده کړې وه چې گنې دا به د روس لخوا د یوکرین په خاوره د قبضي پیلمه وي لکه چې څه رنگ روس د مارچ په میاشت کې په کرائیمیه قبضه کړې وه.
نیټو ویلي یوکرین د پولې د روسي ځواکونو د بیرته کیدو څه نښې نښانې نه دي لیدلې.
روس په یوکرین هم غږ کړی چې ختیځ یوکرین نه دي خپل ځواکونه زر تر زره لري کړي.
ختیځ یوکرین کې پولیس او پوځ د روس پلوه باغیانو باندې د قابو موندلو کوششونه کوي.
د یوکرین په ځېنې ختیځو برخو کې باغیانو کییو نه د ازادۍ او روس کې د شاملیدو اعلان کړی دی. سېمه کې د بغاوت په مهال د بیلتون غوښتونکو او د یوکرین امنیتي ځواکونو ترمېنځ نښتې هم شوي دي.
امریکا او یورپي هیوادونو ماسکو ته خبرداری کړی چې د روس خلاف به نوي اقتصادي پابندۍ ولگولی شي که چرې ماسکو یوکرین کې د اتوار په ورځ د صدارتي انتخاباتو تس نس کولو کوشش وکړو.
د یوکرین د انتخاباتو مرکزي کمیشن د خالي په ورځ خبرداری کړی چې د اړې گړي د لاسه شا او خوا ٢٠ لکه خلک ووټونو کې د برخه اخېستو نه محرومه کیدی شي.
XS
SM
MD
LG