لاس رسیدونکی لینک

د روس او پاکستان خصوصي کمانډو عسکرو مشترکه مشقونه پیل کړل

  • ایاز گل

د روس او د پاکستان خصوصي کمانډو عسکرو د روس د شمالي کوه قاف سیمې په کراچیوو-چرکیشیا ریاست کې پوځي مشقونه پیل کړل. د دوو هفتو مشقونو ته د "فرینډشپ ٢٠١٧ " یا د ٢٠١٧ د ملگرتیا نوم ورکړی شوی دی او پکې د دواړو هیوادونو ٢٠٠ عسکر برخه اخلي

د روس او د پاکستان خصوصي کمانډو عسکرو د روس د شمالي کوه قاف سیمې په کراچیوو-چرکیشیا ریاست کې پوځي مشقونه پیل کړل.

د دوو هفتو مشقونو ته د "فرینډشپ ٢٠١٧ " یا د ٢٠١٧ د ملگرتیا نوم ورکړی شوی دی او پکې د دواړو هیوادونو ٢٠٠ عسکر برخه اخلي.

د پاکستان د پوځ د بیان ترمخه کمانډو عسکر به په مشترکه توگه د یرغمل شوو کسانو د راخلاصولو او د محاصرې او د لټون عملیاتو مشقونه کوي. "مشترکه مشقونه به د دواړو هیوادونو عسکري تعلقات نور هم مضبوط کړي او پاکستان به د ترهگرۍ خلاف د جنگ خپله تجربه شریکوي،" بیان وویل.

بلخوا، د چین او د پاکستان د هوايي پوځونو ددریو هفتو مشقونه چې چین يي کوربه توب کوي دا هفته سر ته رسیدونکي دي. چین د هوایي پوځ ترجمان ویلي دا د معمول مشقونه دي.

پاکستان د روایتي اتحادي چین او روس سره خپل سیاسي، اقتصادي او دفاعي تعلقات په داسې کې نور مضبوطوي چې د امریکې سره تعلقات يې د کړکیچ ښکار دي.

د واشنگټن او اسلام آباد په تعلقاتو کې کړکیچ د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د افغانستان لپاره د نوي تگ لارې په سر رامینځته شوی دی. په دغه تگ لاره کې صدر ټرمپ په پاکستان غږ کړی چې وسله والو په اړه دې خپل زوړ دریځ بدل کړي او په خپله خاوره دې د وسله والو پناه ځایونه ختم کړي.

پاکستان نه یوازې د صدر ټرمپ د تگ لارې مخالفت کړی دی بلکې د ملگرو ملتونو عمومي غونډه کې خپل تقریر کې پاکستان ویلي افغانستان لپاره د ناکامې تگ لارې حمایت نشي کولی. پاکستان وايي د افغانستان د مسلې حل په نور جنگ کې نه بلکې په مذاکراتو کې دی.

امریکايي چارواکو د نورو اقداماتو ترڅنگ ویلي که چرې پاکستان خپل روش بدل نه کړو نو د نیټو اتلاف نه بهر د امریکې د نژدې ملگري حیثیت به يې ختم کړي.

پاکستان تیر کال روس سره د پوځي مشقونو کوربه توب کړی و. دا د تاریخ وړمبی ځل و چې دواړو هیوادونو مشترکه مشقونه کول.

د دواړو هیوادونو ترمنځ پوځي مشقونه د کال ٢٠١۴ د دفاعي معاهدې دلاندې کولی شي چې ترمخه یې په پاکستان د روس د وسلې خرڅولو بندیز هم لرې شو. ددغه معاهدې دلاندې روس په پاکستان د ایم ايي ٣٥ په نوم هیلې کاپټرې هم خرڅې کړې. هندوستان چې د روس ملگری او د پاکستان حریف دی، د هیلې کاپټرو د سودا مخالفت یې کړی و.

د روس او پاکستان پوځي مشقونه به د اکتوبر د میاشت په څلورمه نیټه سر ته رسي. هم په دغه نیټه به د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د روس دوره کوي.

د پاکستان د خارجه وزارت ترجمان نفیس زکریا ویلي د جنرل باجوه د دوره د دواړو هیوادونو ترمنځ د معمول سفر دی.چې هدف یې د پاکستان او روس ترمنځ سیاسي تعلقات د دفاع په مد کې بدلول دي.

XS
SM
MD
LG