لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غربي نړۍ د روس او داعش له خوا د اطلاعاتو جنگ سره مخامخ ده


دي اکانمسټ نومې مجلې ایډیټر ایډورډ لوکس دا دریځ و د ریشا ټوډی غوندې چینلې دې صحافت و نه گڼلی شي
دي اکانمسټ نومې مجلې ایډیټر ایډورډ لوکس دا دریځ و د ریشا ټوډی غوندې چینلې دې صحافت و نه گڼلی شي

د نیټو کمانډران وايي غربي نړۍ ته پکار دي چې د مخالفینو په جواب کې د معلوماتو جنگ کې خپل کوښښونه نور هم چټک کړي. دوي خبرداری کوي چې روس په غربي نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ نه استفاده کوي او غلط تبلیغات خوري.

د هایبریډ وارفیر اصطلاح په عامه توگه په کال ٢٠١۴ کې په کریملین د روس د قبضې دپاره استعمالیږي کله چې په عامه جامه کې په درنه کچه مسلح کسانو د یوکرین په عسکري مرکزونو یرغل وکړو. دغه کسان د لټل گرین مین په نامه یادیږي.

د مخالفینو خلاف په یو وخت د غلطو معلوماتو خورولو او پوځي طاقت استعمال ته هایبریډ وارفیر یا جنگ ویل کیږي.

ماسکو په ابتدايي توگه تردید کولو چې په یوکرین حمله کونکې مسلح کسان روسي عسکر دي خو څو هفتې ورسته په ختیځ یوکرین کې ځای په ځای مسلح دستې راښکاره شوې. د یوکرین ځواکونو او د روس په ملاتړ جنگیدونکو باغیانو ترمنځ جنگ اوس هم دوام لري.

دا هفته د ملگرو ملتونو په عمومي شورا یا جنرل اسمبلۍ کې په خپل تقریر کې د یوکرین صدر پیټرو پورو شینکو وویل د ټولې غربي نړۍ خلاف هایبریډ وارفیر پیل کړی شوی دی.

پورو شینکو وايي سیاسي فشار، په جار تبلیغات، په انتخابي عمل کې لاس وهنه، اقتصادي فشار، د انتشار خفیه پوځي عملیات، انټرنیټ دلارې حملې او د سفارتکارۍ ناجایز استعمال دا ټولې د جدید دور د غیر اعلانیه جنگ لارې چارې دي.

دا هفته د لندن په رایل یونایټډ سرویسز انسټیټیوټ، نیټو د سټریټیجک کمیونیکشن یا مواصلاتو مشر جنیس سارټس وویل غربي نړۍ ددې حالاتو سره مقابلې دپاره ځان تیاروي.

جنیس سارټس وايي دا ټیکنالوجي زمونږ ده، ددې لوې لوې مارکیټونه زمونږ په هیوادونو کې دي خو ددې باوجود مونږ په دې بحث کې ښکیل یو چې گنې روس،داعش او په خفیه ډول چین مونږ په زور په بو بل لوري روان کړې یو.

د لندن په کانفرنس د روسي مطبوعاتو دسايي په اړه خبرې اترې کیدې چې پکې د ٢۴ گنټو د خبرونو ټیلي وژن چینل رشیا ټوډی هم شامل دی. ددې چینل په اړه ویل کیږي چې دا د روس د تبلیغاتو یا پروپیگنډې چینل دی.

دي اکانمسټ نومې مجلې ایډیټر ایډورډ لوکس دا دریځ و د ریشا ټوډی غوندې چینلې دې صحافت و نه گڼلی شي.

ایډورډ لوکس وايي روس د حقیقت نه پرته فضا نیولې ده چې پکې د هر څه په اړه ډیر په ډاگه دروغ ویل کیږي د سوړ جنگ د ختمیدو نه ورسته په حالاتو کې دوي ته زمونږ د مطبوعاتو کمزوري معلومه ده چې مونږ جایز نه ناجایز ته په حقیقت ترحیج ورکوو.

ایدورډ لوکس وویل غربي نړۍ دې سوشل میډیا ته هم ډیره پام لرنه وکړي.

د نیټو د سټریټیجک کمیونیکشن مارک لیټی وايي د ټکراؤ دپاره روس معلومات خورول هم د خپلې تگ لارې بنیادي رکن گڼي خو غربي نړۍ دا دنده د عامو تعلقاتو څانگې ته وسپاري.

مارک لیټی وايي غربی نړۍ لا اوس هم په ابتدايي پړاو ولاړه ده خو حقیقت دا دی چې د سټریټیجک کمیونیکشن جنگ ډیر په اسانه او په لږو پیسو جنگیدلی شي.

لیټی وايي روس په شام کې هم د هایبرډ جنگ څخه کار اخلي چې پکې دا میاشت په حلب ښار کې په امدادي کاروان باندې بمباري هم شامله وه. هغه وايي روس د مقابلې دپاره به غربي نړۍ ته ځان زر تر زره تیارول وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG