لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ماسکو کې د افغانستان په موضوع غونډه


د افغانستان په موضوع د کیدونکې غونډې اعلان روسي خارجه وزیر سرگی لاو رو روس ته د افغان جارجه وزیر صلاح الدین رباني د دورې په موقع وکړو
د افغانستان په موضوع د کیدونکې غونډې اعلان روسي خارجه وزیر سرگی لاو رو روس ته د افغان جارجه وزیر صلاح الدین رباني د دورې په موقع وکړو

د افغانستان په موضوع د روس سرښار ماسکو کې د شورو، چارشنبې، په ورځ نړي واله غونډه کیدونکې ده. په وړمبي ځل په غونډه کې افغانستان ته هم د شرکت بلنه ورکړی شوي ده خو امریکا ته د گډون نه دي ویل شوي.

روس وايي په افغانستان کې ثبات دپاره هلې ځلې کوي خو طالبانو سره د روس د نیغ په نیغه روابطو په سر افغانستان د روس نه خفگان لري. امریکا هم گڼي چې د روس ددې تگ لارې په نتیجه کې يي په افغانستان کې کوښښونو ته زیان رسي.

د افغانستان په موضوع د کیدونکې غونډې اعلان روسي خارجه وزیر سرگی لاو رو روس ته د افغان جارجه وزیر صلاح الدین رباني د دورې په موقع وکړو.

د دسمبر په میاشت کې په ماسکو کې شوي غونډه کې پاکستان او چین شریک وو خو دا به وړمبی ځل وي چې ایران، هندوستان او خپله افغانستان کې به د شورو، چارشنبې، په ورځ کیدونکو خبرو اترو کې گډون کوي.

آندری کزینټسو چې د انسټیټیوټ اف انټرنیشنل سډیز څیړونکی دی وايي د خپلې خاورې د تحفظ په اړه د افغان حکومت صلاحیت ته په کمه سترگه نه دي کتل پکار او هم دا وجه ده چې روس سیمه کې همکارۍ دپاره د افغان حکومت نه پرته نورو اتحادیانو سره همکاري کړې ده.

روس د امنیت او د داعش خلاف جگړه دپاره همکارۍ ته اړتیا لري دا په داسې مهال چې داعش په مرکزي ایشیا کې هم جرړې نیسي.

آندری کزینټسو وايي افغانستان یو داسې ځای دی چرته چې گڼ شمیر نړي وال ترهگر موجود دي او ډیر پکې داسې دي چې روسي یا د مرکزي ایشیا د هیوادونو روسي پاسپورټونه لري، روسي ژبه وايي او روس ته هم خطر راولاړوي.

که یو خوا په افغانستان کې پنځه چنده مرگ ژوبله د طالبانو دلاسه رامینځته کیږي نو بل خوا په هیواد کې دداعش حملې هم مخ په زیاتیدو دي.

دمتري ورلتروو د سینټر اف کنټمپریري افغانستان سټډیز په نوم د څیړنې ادارې څیړنکار دی وايي داسې یو امید موجود دی چې گني د مذاکراتو دلارې طالب مشران په دې خبره اماده کیدی شي چې دداعش مخالفت وکړي او دا ځکه خبره ځکه هم اهمیت لري چې که چرې داعش په شام او عراق کې ماتی وخوري نو مشران يي په افغانستان کې پناه وانخلي.

امریکايي مامورین وايي د ایران او پاکستان ترڅنگ طالبانو سره د روس رابطې طالبانو ته رسمیت او ملاتړ ورکوي او په نتیجه کې يي خپله د افغانستان حکومت او د نیټو کوښښونو ته زیان رسي.

دمتري ورلتروو یو خوا ته دا بې منطقه خبره کیږی چې روس په افغانستان کې د ثبات دپاره کار نه کوي او بل خوا روسي مشران په دې اړه اندیښمن دي چې امریکې په افغانستان کې گڼ شمیر هوايي اډې نیولې دي چې ایټمي وسله وړونکې جهازونه دپاره استعمالیدی شي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر ویلي په افغانستان کې د ثبات او د امنیت ذمه وارۍ دسنبالو دپاره د زرگونو په شمیره کې اضافي عسکرو ته اړتیا لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG