د روس په کوربه توب د افغانستان په موضوع کیدونکو مذاکراتو کې دې امریکا هم شامله کړی شي ځکه چې واشنگټن په افغانستان کې د تر ټولو زیات کردار لري. دا خبره یو پاکستاني چارواکې کړې ده.
د افغانستان په موضوع د گڼ شمیر هیوادونو دغه خبرې اترې د اپریل د میاشت په ١۴ مه نیټه په ماسکو کې کیدونکي دي چې مقصد د افغانستان حکومت په مشرۍ کې د طالبانو سره د مفاهمت لاره هوارول دي.
د ماسکو په غونډه کې ایران، افغانستان، پاکستان، هندوستان، چین، د مرکزي ایشیا ځینې هیوادونه او خپله د روس استازي شرکت کوي.
د ماسکو په نیت د شک له قبله امریکې په ناسته کې د گډون نه انکار کړی دی.
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د خارجه امورو صلاحکار طارق فاطمي یو پاکستاني ټیلي وژن ته وویل د ماسکو په غونډه کې د امریکې شرکت انتهايي اهمیت لري.
"د دوي (امریکا) عسکر (په افغانستان) موجود دي، هلته يي د کربونو ډالرو سرمایه لگولې ده، تر ټولو زیاته شرکت داري لري، دوي د سلگونو په شمیره ژوندونه ورکړې دي نو ځکه دوي هلته مفادات لري،" طارق فاطمي وویل.
ددې تپوس په ځواب کې چې ایا د واشنگټن د گډون بغیر په افغانستان کې د امن دپاره د روس مذاکرات کامیابیدی شي؟ نو طارق فاطمي وویل "زمونږ امید او خواهش دا دی چې که کله هم د امن یو کوښښ بل پړاو کې داخلیږي نو امریکا به ددې برخه به ددې برخه جوړول کیږي."
امریکاي او افغان چارواکې طالبانو سره د ماسکو د خفیه روابطو مخالفت کوي او د شک څرگندوي چې د افغان حکومت خلاف په جنگ کې ماسکو د طالبانو ملاتړ کوي.
روس دا خبره ردوي، وايي طالبانو سره د روابطو مقصد يي په افغانستان کې امن او مفاهمت ته وده ورکول دي.
طارق فاطمي وویل طالبان مذاکراتو ته د اماده کولو دپاره روس په طالبانو خپل اثر په "مثبت" ډول استعمالوي او اسلام اباد د دا ډول هر کوښښ حمایت کوي.
"روس مونږ ته ویلي چې تر ټولو لوې تشویش يي دا دی چې که چرې په افغانستان کې د خانه جنگۍ حالات وي نو لکه د داعش په رنگ د ترهگر تنظیمونو مرکز جوړیدلی شي او بیا به په پوله پرتو د مرکزي ایشیا ریاستونو ته د ورتگ کوښښ کوي،" ښاغلي فاطمي د پاکستان آج ټي وي ته په مرکه کې وویل.
د روس خارجه وزارت د ماسکو په غونډه کې د واشنگټن په شرکت نه کولو خفگان څرگند کړی دی خو دا خبره يي تسلیم کړې ده چې د افغانستان د مسلې په حل کولو کې امریکا "اهم لوبغاړی دی."
طارق فاطمی وویل افغانستان سره د ورستي تاوتریخوالي د کمولو دپاره پاکستان سفارتي کوښښونه شروع کړې دي او پاکستان په هغه انتظام یا میکینزم باندې عملي اقداماتوشروع کیدو ته سترگې په لاره دی افغانستان او پاکستان پرې تیره میاشت د برطانيي په کوربه توب کې ترسره شوو خبرو اترو کې اتفاق کړی و.
ددغه انتظام په وضاحت کې طارق فاطمي وویل چې د هرقسم غلط فهمۍ د ختمولو دپاره به کابل او اسلام اباد خپل ترمنځ په مختلفو سطحو د رابطې لاره قایموي او د پولې دواړو خواو ته به د ترهگرۍ د پیښو مخه نیسي.