لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس وايي له طالبانو سره مرسته نه کوي


په افغانستان کې د روس سفارت له طالبانو د ماسکو دملاتړ تورونه رد کړل.

د روسیې سفارت لخوا په یوه تازه بیان کې ویلي شوي چې دوی دافغان حکومت، دافغانستان دولسي جرګې د غړیو او دسیاسي څیړونکو له طالبانو څخه دماسکو دمرستو څرګندونې ردوي.

په خپره شوې اعلامیه کې روس ویلي چې له طالبانوڅخه دملاتړ خبرې بې بنسټه ، شایعات او تبلغات دي.

بلخوا دافغانستان دفاع وزارت ویلي ،دوي پر روس د طالبانو دملاتړ تور نه دی پورې کړې خودا یې نړۍ ته په ډاګه کړې هرهغه هیواد چې غواړي له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي ، په مستقیمه تو ګه دې له افغان حکومت او پوځ سره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې یوشمیر افغان سیاسي څیړونکي وايي دنړۍ سیاست یوبل پړاو ته اوښتی او روسیه هم په افغانستان کې له امریکا سره دسیالۍ او په سیمه کې د خپلوسیاسي ګټو دخوندیتوب لپاره به هیڅ وخت د طالبانو له ملاتړ لاس وا نه اخلي.

طالبانو سره د روس د رابطو په اړه کابل کې د روسي سفارتخانې بیان په داسې حال کې شائع شوی چې ددې میاشت په ١۴ مه نیټه به ماسکو په افغانستان کې د امن په موضوع د گڼو هیوادونو د غونډې کوربه توب کوي.

روسي مامورین وايي د ماسکو د غونډې مقصد د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د مذاکراتو لارې چارې لټول دي. په غونډه کې به د ایران، افغانستان، پاکستان، چین، د منځني ختیځ ځینې هیوادونو او خپله د روس استازي گډون کوي.

د روس په نیک د شک له قبله امریکې د ماسکو په نشست کې د شرکت نه انکار کړی دی. امریکايي مامورین وايي روس طالبانو سره د افغان حکومت د مفاداتو برعکس ملاتړ کوي.

یوه ورځ وړاندې د پاکستان حکومت د خارجه چارو مشیر طارق فاطمي وویل امریکا په افغانستان کې د بل هر هیواد نه زیات مفادات لري نو پکار ده چې په افغانستان امن دپاره د ماسکو په کوښښونو کې واشنگټن هم شامل کړی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG