لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو سره د روسيې په اړیکو د افغان حکومت اندیښنه


د افغانستان د پارلمان په غونډه کې پدې اړه تاوده بحثونه وشول او ځینو وکیلانو له طالبانو سره د روسيې اړیکې له شرمه ډکې وګڼلې
د افغانستان د پارلمان په غونډه کې پدې اړه تاوده بحثونه وشول او ځینو وکیلانو له طالبانو سره د روسيې اړیکې له شرمه ډکې وګڼلې

د افغان حکومت چارواکو او د پارلمان غړو د روسيې د هغو وروستیو څرګندونو غندلو ته دوام ورکړی چې وايې له طالبانو سره يې محدودې سیاسي اړیکې ساتلي.

د افغانستان د پارلمان په غونډه کې پدې اړه تاوده بحثونه وشول او ځینو وکیلانو له طالبانو سره د روسيې اړیکې له شرمه ډکې وګڼلې.

یوشمیر نورو بیا له طالبانو سره د پرمختللو وسلو او جنګي اسانتیاوو په برخه کې د روسیې مرستې په کلکو ټکو وغندلې.

وکیلانو همدارنګه له طالبانو سره د مرستې په برخه کې په ایران باندې هم توندې نیوکې وکړې.

د افغانستان ولسې جرګې نن د چهارشنبې په ورځ داسې یوه مسوده تصویب کړه چې پکې د ولسمشر اشرف غني د ملي یوالي له حکومت څخه غوښتل شویدي چې ګاونډيان او د سیمې هیوادونه پرې نږدي د افغانستان په کورنیو مسلو کې لاس وهنه وکړي.

د افغانستان د ملي شورا دغه توند غبرګون وروسته له هاغې څرګند شو چې تیره اونۍ په کابل کې د روسیې سفیر الیکزاندر منتیتسکي له هاغو خبرو پرده پورته کړه چې حکومت یې له طالبانو سره اړیکي لري خو دا اړیکې ډیرې جدي نه دي.

د روسيې سفیر د افغانستان په سنا کې د نړیوالو اړیکو کمیټې ته د شنبې یا خالي په ورځ وویل چې له طالبانو سره دومره اړیکي لري چې د روسيې امنیت پرې خوندي وي.

ده وړاندې وویل په ورته وخت کې دوي طالبان د سولې خبرو اترو لپاره هم هڅوي.

د روسيې سفیر له طالبانو سره د روسيې د اړیکو پر سر د افغان حکومت پر اندېښنو خواشینې څرګنده کړه او زیاته يې کړه چې د امریکا متحده ایالات، برتانیه، ایټآلیا، قطر او سعودي عربستان ټول له طالبانو سره سره اړیکې لري.

خو دغه روسي ډپلوماټ هغه تورونه رد کړل چې ګواکې هیواد یې د داعش د ځپلو په برخه کې له طالبانو سره مرستې کوي ترڅو د منځني ختیځ له لیارې يې ګواښ روسيې ته راکم شي.

خو ده وړاندې وویل چې طالبان او روسان په افغانستان کې د داعش د ځپلو په برخه کې یوخیل ګټې لري.

د افغانستان لپاره د روسيې سفیر یوځل بیا د روسیې هغو انديښنو ته هم اشاره وکړه چې په سوریه او عراق کې د داعش په لیکو کې ډیري جنګیالي د منځني ختیځ د هیوادونو دي نو له همدې امله په یادو هیوادونو کې د هغوي له ماتیدو سره ښايې زیاتره يې بیرته اصلي هیوادونو ته راشي او روسیې ته امنیتي ستونزې وزیږوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG