لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بونېر : ټرېفکي پېښه کې شپږ کسان مړه ، ۱۸ ژوبل

پاکستان کې وخت په وخت د گاډو د ټکر او په غريئزو علاقو کې د گاډو د سړک نه د لاندې غورځېدو پېښې رامنځته کيږي ، او زياتره راپورونه وايي چې دغه پېښې د ډرائيورانو د تېز رفتارۍ يا غفلت له کبله مخې ته راځي .

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې په بونېر ضلع کې د مسافرو د يو گاډي د کمر نه لاندې غورځېدو په پېښه کې لږ تر لږه شپږ کسان مړه شوي ، او ۱۸ نور ژوبل شوي دي .

بونېرضلع کې دغه پېښه د چغرزو په پاندېړ علاقه کې نن د خالي په ورځ رامنځته شوې ، او د علاقې د پوليس مشرعبدالوکيل خان وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي ، چې د مسافرو ډک گاډی (ډاټسن) د شانگله پار ضلعې نه بونېر پله راروان ؤ ، چې د چغرزو پاندېړ په علاقه کې په سړک د موړ اخيستو په مهال د کمر نه لاندې خوړ ته پرېوتی دی .

د پوليس افسر په وينا پېښه کې د يوې زنانه او يو ماشوم په گډون شپږ کسانو په ځايې ژوند د لاسه ورکړی دی . او د پينځه ماشومانو او يوې زنانه په گډون پکې ۱۸ نور کسان ژوبل شوي دي . نوموړي ووئيل د مړو او ژوبلو تعلق د شانگله پار ضلعې سره دی .

د چارواکو په وينا ژوبلو کسانو کې ۸ د بونېر ضلعي هېډاکوارټر روغتون او ۱۰ نور د پېښور لېډي ريډنگ روغتون ته وړل شوي دي . چې پکې د چارواکو ترمخه د زياتره ژوبلو روغتيايي حالت مرگونی دی .

د پوليس افسر عبدالوکيل ترمخه د کمر نه لاندې پرېوتي گاډي ډرائيور خپله هم پېښه کې ژوبل دی ، او په لمړي رپورټ کې مالومه شوې ده ، چې د ډرائيور د تېزرفتارۍ له کبله دا پېښه رامنځته شوې ده .

د بونېر ضلعې چغرزي علاقه چرته چې دغه پېښه رامنځته شوې ، د شانگله پار ضلعې سره په پوله پرته غرئيزه علاقه ده . او له دې وړاندې هم په دغه سيمه کې ټرېفکي پېښې رامنځته شوي دي .

پاکستان کې وخت په وخت د گاډو د ټکر او په غريئزو علاقو کې د گاډو د سړک نه د لاندې غورځېدو پېښې رامنځته کيږي ، او زياتره راپورونه وايي چې دغه پېښې د ډرائيورانو د تېز رفتارۍ يا غفلت له کبله مخې ته راځي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG