لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : د صدارتي انتخاباتو رايې به بيا د سرنه شمېرلی شي


دواړو صدارتي کانديدانو هم خپلو خبرو کې وئيلي ، چې دويې دواړو د ووټونو بيا د سرنه د شمېرنې په خبره اتفاق کړی دی ، او زياته کړې يې ده چې د بيا شمېرنې د عمل وروستو به راتلونکې نتيجې ومني .
دواړو صدارتي کانديدانو هم خپلو خبرو کې وئيلي ، چې دويې دواړو د ووټونو بيا د سرنه د شمېرنې په خبره اتفاق کړی دی ، او زياته کړې يې ده چې د بيا شمېرنې د عمل وروستو به راتلونکې نتيجې ومني .

د امريکې خارجه وزير جان کيري وئيلي ، چې د افغانستان د صدارتي ټولټاکنو په دوهم پړاؤ کې ورکړل شوې ټولې رايې به بيا د سر نه شمېرلی شي ، نوموړي وئيلي دواړه صدارتي کانديدان اشرف غني او عبدالله عبدالله په دغې پرېکړه صلاح شوي دي .

د امريکې خارجه وزير جان کيري د خالي په شپه کابل کې د دواړو صدارتي کانديدانو په موجودگۍ کې خبريالانو سره د خبرو په مهال ووئيل ، چې په صدارتي ټولټاکنو کې ورکړل شوې ټولې رايې به د ملگرو ملتونو د مبصرينو په وړاندې شمېرلی شي . او په دغې کار به په راتلونکي شوا روځ کې لاس پورې کړی شي .

جان کيري ووئيل چې د رائيو د شمېرنې په عمل کې څو اوونۍ وخت لگېدی شي . او راپورونه وايي د رائيو د بيا شمېرنې د عمل سره د اگست د مياشتې په دوهمه نېټه ټاکل شوې د نوي صدر د لوړې پورته کېدو دستوره هم ځنډول شوې ده .

د امريکې خارجه وزير دواړو صدارتي کانديدانو اشرف غني او عبدالله عبدالله سره په گډه مطبوعاتي غونډې ته په وينا کې ووئيل ، چې د ملگرو ملتونو د مبصرينو په وړاندې به د يو يو ووټ تصديق کولی شي ، او زياته يې کړه دواړو صدارتي کانديدانو ورته د رائيو د بيا شمېرنې په عمل کې د مرستې او له هغې وروستو د مخې ته راتلونکو نتيجو منلو باور ورکړی دی .

افغانستان کې د دوهم پړاؤ د صدارتي ټولټاکنو په سر د راپورته شوي جنجال د هوارولو دپاره د امريکې خارجه وزير جان کيري د زيارت په شپه افغانستان ته رسېدلی ؤ . او په دغه لړ کې يې د افغانستان د صدر حامد کرزي ، دواړو صدارتي کانديدانو او نورو ځايي او نړيوالو لوړ پوړو چارواکو سره ليدلي دي .

مطبوعاتي غونډې ته د وينا په مهال دواړو صدارتي کانديدانو هم خپلو خبرو کې وئيلي ، چې دويې دواړو د ووټونو بيا د سرنه د شمېرنې په خبره اتفاق کړی دی ، او زياته کړې يې ده چې د بيا شمېرنې د عمل وروستو به راتلونکې نتيجې ومني .

افغانستان کې د جون د مياشتې په ۱۴م نېټه د ترسره شوؤ صدارتي ټولټاکنو لمړۍ نتيجې د گل په ورځ اعلان شوې وې ، او د هيواد د انتخاباتو د کمېشن ترمخه په لمړو نتيجو کې اشرف غني ۵۶.۴۴ فيصده او عبدالله ۴۳.۵۶ فيصده ووټونه اخستي وو .

خو وروستو عبدالله عبدالله په ټولټاکنو کې په غټه کچه د درغلۍ تورونه پورې کړل ، او د نتيجو منلو څخه يې انکار کړی ؤ . او د نوموړي د دغې اعلان سره په هيواد کې د اړي گړي جوړېدو اندېښنې راپورته شوې وې .

افغانستان کې د دغو حالاتو راجوړېدو سره سم د امريکې خارجه وزير جان کيري کابل ته د رسېدو په مهال وئيلي ؤ ، چې افغانستان د نازک دور څخه تېريږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG