لاس رسیدونکی لینک

زیاتیدونکې ډرون حملې به د حقاني ډلې ملا ماته کړي؟


محمد اکرام

دپاکستان او افغانستان ترمنځ د لانجمنې ډیورنډ کرښې دواڼو خواو ته په تیرو پينځه ورځو کې د ډرون پینځو حملو کې د ۶۰ نه زیات مشکوک ترهګر وژل شوي.

میډیايي رپورټونه او د سیمې خبریالان وايي د جمعې په ورځ د ډرون په حمله کې د حقاني ډلې ۱۲ تندلاري وژل شوي چې پکې ددغه تندروه ډلې ځنې مهم مشران هم شامل دي.

د بې پاېلټه ډرون وروستۍ حمله د پاکستان قبایلي سیمې کرمه ایجنسۍ او د افغانستان پکتیا ولایت ترمنځ په یو داسې ځاې کې شوې کومې ته چې پاکستان صفري نکته وايي. د سیمې خبریالان وايي د ډرون دغه حمله د کرمې ایجنسۍ په خوشکرم سیمه کې شوې.

ددې وړاندې د اکتوبر په ۱۶مه نېټه د پاکستان او افغانستان په ګډه سرحدي سیمه کې د ډرون په یو حمله کې ۲۰ او د اکتوبر په ۱۷مه نېټه د ډرون په دوه نورو حملو کې ۱۱ تندلاري وژل شوي وو.

د طالبانو سرچینې وايي د تیر ګل په ورځ شوې حمله کې دپاکستان په خاوره موجود د حقاني تندروه ډلې ۱۸ ترهګر او د دغه حملې یوه ورځ وروستو بله حمله کې هم د دغه ډلې (حقاني ) شپږ نور وسله وال وژل شوي وو.

پاکستان په خپله خاوره د حقاني تندروه ډلې د وجود نه انکار کوي خو د ډرون په وروستیو حملو کې د حقاني تندلارو وژنې د پاکستان په دغه دریځ پوښتنې راپورته کوي.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګه (اېي اېس پي ار) وايي د ډرون دا وروستۍ حملې د افغانستان په پکتیا ولایت کې شوي خو د افغانستان حکومت تراوسه په خپله خاوره د ډرون دغه حملو پخلی نه دی کړی.

ځنې څیړنکاران وايې دپاکستان پوځ د دې باور ورکولو کوشش کوي چې د حقاني تندلاري په ډرون حملو کې د افغانستان اړخ ته وژل شوي.

د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډیورنډ په کرښه د ډرون حملو پرته د پاکستان پوځ د امریکایي استخباراتي معلوماتو په بنیاد دامریکا او کینېډا شهریت لرونکې کورنۍ د خیبر پوښتونخوا په کوهاټ سیمه کې د عملیاتو وروستو دتندلارو نه راخلاصه کړې وه.

د پاکستان پوځ وايي دغه عملیات يې په کرمه قبایلي سیمه کې هغه وخت اوکړل کله چې پنځه کاله وړاندې تختول شوې امریکاي، کینېډاي کورنۍ تندلارو د افغانستان پکتیا ولایت نه د پاکستان کرمې قبايلي سیمې ته راړوله.

د امریکا د استخباراتي ادارې سي ايي ای مشر مایک پومپیود زیارت په ورځ واشنګټن کې د دفاع او جمهوریت څېړنیزې ادارې، فاونډیشن فار ډیفنس آف ډېموکریسي، ته په وېنا کې ويلي امریکايي کېنېډايي کورنۍ په پاکستان کې پپنځه کاله په بند کې وه. نوموړي ویلي د امریکايي، کینېډايي کورنۍ راخلاصولو په وخت هغه په پاکستان کې وو.

د حقاني تندروه ډلې دغه جوړه په کال ۲۰۱۲ کې د افغانستان پایه تخت کابل نه تښتولې وه. د طالبانوپه بند کې ددوي درې بچې هم پیدا شوي وو.

امريکا او افغانستان د اوږدې مودې نه په پاکستان تورلګوي چې افغان طالبانو، او حقاني شبکې ته په خپله خاوره پناه ورکړې او د دغه هېواد استخباراتي ادارې ايي اېس ايي په مرسته افغانستان کې ترهګري کوي، خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG