لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ټولنيزو رسنیو د مشال خان په وژنه څه ویل شوي ؟


د اسلام د سپکاوي په تور کې د مشال خان وژل په ټولنيزو رسنیو غندل شوي دي - وتلو شخصیتونو او عامو وگړو په خپل بیل بیل غبرگون کې دغه وژنه یو ناوړه، غیر انساني او غیر قانوني گام بللی دی-

په نړۍ کې د بشري حقونو او د تعليم د پرمختگ لپاره کار کونکي پښتون مبارز ضیاالدين یوسفزۍ په خپل ټویټر لیکلي دي:

" تاسو کله اوريدلي دي چې 35 لیوانو خپل ملگری ريخې ريخې کړې وي! کاش چې ځمونږ په وطن کې د ځنگل قانون خو وې!!!

په خیبر پښتونخوا صوبه کې د واکمن گوند تحريک انصاف مشر عمران خان ليکي :

"په مردان کې د طالبعلم په بې دردۍ وژل د مذمت وړ دي، زه د انسپکټر جنرل پوليس پښتونخوا سره په رابطه کې یم، سخت گام اخستل پکار دي، د ځنگل قانون د منلو وړ نه دی"

د عوامي نیشنل گوند یوه مشره بشرا گوهر په ټویټر ليکي:

"د عبدالولي خان پوهنتون د طالب علم مشال خان په بې رحمۍ سره وژلو غندنه کوي- په پیښه کې د ککړو ټول کسانو سره دې حساب وشي"

د ټویټر یو بل فعال او کالم ليکونکي ډاکټر تقي د مشال خان په وژنه یو شمیر ټویټونه کړي دي- په خپل یو ټویټ کې وايي :

" چرته چې په ټي وي، ریډیو او اخبار کې سهار ماښام د عشق رسول په نوم د کرکې زهر خورول کیږي هلته د مشال په بې ایمانۍ سره په وژلو څه تعجب"

یو پښتون شاعر عارف تبسم یوه قطعه ليکلې ده:

" تر قدرتونو دي جارېږم خدايه! له آدم زاده دي وېرېږم خدايه! هره كوڅه كي تور دېبان اوسيزي - په كومه لاره به تېرېږم خدايه! "

په فیس بک یو تن میا عاطف په پښتونخوا صوبه کې د واکمنه گوند په مشر عمران خان تنقيد کړی دی او وايي:

" د عمران خان په پښتونخوا کې د ورځې په رڼا د مذهب په نوم په یونیورسټۍ کې خلق وژل کیږي"
د ملي پاڅون په نوم یوه پاڼه کې ليکل شو دي:

"يو ترقي پسند ځوان هلک اووژلې شو د ډېرو منافقينو خواګانې به سړې شوې وي" !

د صوابۍ د زیدې د سيمي یو پښتون د دبۍ څخه په خپله پاڼه د مشال خان د جنازې حال ليکلی دی . د هغې یوه برخه داسې ده:
"د شاعر او لیکوال محمد اقبال د ځوی مشال خان جنازه وه...د ظلم او تشدد د مرګ پۀ وجه جنازه کښې چې څومره خلک پکار وُ نو هغه نۀ وُ خو د لګېدلي مذهبي تور پۀ حواله دا خبره بيا هم ښه ده چې ښه سامړه يې جنازه ؤشوه او ډېرو خلکو ورکښې شرکت هم ؤکړو( الزام دروغ دی) دغه ځای یوه دا خبره ډېره افسوس ناکه ده چې د یو غمزده شاعر او د پښتو ژبې دیو خدمت ګار د مظلوم شهید ځوی جنازې له د پښتو شاعران او اديبان ؤلې رانغلل..."

په فیس بک د مشال په نوم یو تن ليکي:

" مشال خان د اسلام نه اسلام اباد سپکا وی کړی ؤ"

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG