لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ریمنډ ډیوس کتاب او د هغه د خوشي کیدو قیصه


د امریکا استخباراتي ادارې سي اېي ای پخواني کار کونکي ریمنډ ډیوس په خپل کتاب کې د پاکستان نه د خوشي کیدو خپله ټوله قیصه او هغه کار کې لاس لرونکي کسان ښکاره کړي دي.

٫٫ دي کانټریکټر٬٬ نومې دغه کتاب کې ریمنډ ډیوس په کال ۲۰۱۱م کې د پاکستان په لاهور ښار کې د دوه پاکستان وګړو د وژنې اوبیا د نیول کیدو نه تر ازادیدو خپله ټوله قیصه ډیره په زړه پورې انداز لیکلی.

په دغه کتاب کې د سي ايي ای پخواني کارکونکي لیکلي د هغه د خوشي کولو په بدل کې د وژل شوو کسانو کورنیو ته ۲۴لکه امریکايي ډالرې( ۲۴ کروړه روپۍ) ورکړی شوې وی.خو تر اوسه دا نه ده ښکاره چې دغه پیسې چا ورکړي؟

د خپلو نیول کیدو وړاندې پیښې په اړه ریمنډ ډیوس لیکلي ٫٫ په موټرسایکل سورو دوه کسانو کې یو تن په ما پسې تمانچه راویسته، ما په خپله دفاع کې په هغو ډزې وکړې.٬٬ هغه لیکلي ما دغه کار د سیکنډ یا دقیقې نه هم په کم وخت کې کړی، او دواړه کسان پینځه پینځه ډزې لږیدلي وو.

په دغه کتاب کې د هغه د نیول کیدو وروستو د هغه سره د پاکستاني پولیسو رویه، بیا د امریکايي کونسلګرۍ د کسانو د کوششونو هم پوره قیصه شوي ده.

ریمنډ ډیوس په خپل کتاب کې لیکلي د هغه د ازادولو په قیصه یا ډرامه کې تر ټولو مهم کردارونه لېیان پینیټا (د سي اېي ای د هغه وخت مشر) او احمد شجاع پاشا ( د اېي ایس ايې د هغه وخت مشر) وو. او دغه دواړو د هغه د ازادولو لپاره تر ټول زیاتې هڅې کړي.

په کتاب کې تر ټولو خوندوره قیصه د هغه د ازادیدو د ورځې ده. هغه لیکلي ٫٫ په دغه ورځ د کوټ لکهپت په جیل کې جوړ عارضي عدالت کې مکمل خاموشي وه. چا څه هم نه وېیل، او په دغه مهال د اېي ایس ايې د هغه وخت مشر شجاع پاشا هم موجود وو چا چې د عدالت ټوله کاروايي د موباېیل میسج یا پیغام (ټیکسټ) په لار د سي اېي ای مشر ته لیګله.٬٬

د عدالت د کاروايۍ په مهال هغه ته اوېیل شول چې د هغه فیصله به په شرعي عدالت کیږي. ریمنډ ډیوس وايي په ما یره راغله چې ګنې اوس به ما بهر اوباسي او په کانړو په مې وژني؟ خو د امریکا د سفارت یوې کارکونکې هغه ته اوېل چې وژل شوو کسانو کورنیو ته به دیعت ( د مړو په سر پیسې ) ورکول کیږي.

په خپل کتاب کې ریمنډ ډیوس لیکلي د هغه به ازادولو کې د پاکستان د هغه وخت د اېي ایس ايې مشر شجاع پاشا، صدر اصف علي زرداري، موجوده وزیراعظم نواز شریف، د پاکستان پوځ او امریکايي سفیر کیمرون منټر زیات کوششونه کړي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG