لاس رسیدونکی لینک

پينډۍ کې د امام باړې مخې ته ځانمرگي بريد کې د پوليس په گډون څلور کسان وژل شوي


د راپورونو ترمخه د چاؤدنې په مهال امام باړه کې د شيعه مسلمانانو مجلس روان وو

د راولپنډۍ په گرېسي لېن نومې سيمه کې د امام باړې مخې ته د شوې چاؤدنې په اړه د پينډۍ د پوليس مشر اخترعمر لاليکا وئيلي ، دا ځان مرگي بريد دی . د چاؤدنې نتيجه کې د يو پوليس اېس اېچ او يو سب انسپکټر په گډون څلور کسان مړه او ۱۳ نور ژوبل شوي دي .


د پايه تحت اسلام اباد سره پېوست راولپنډۍ ښار کې د نهې په شپه د يوې امام باړې مخې ته ځان مرگي چاؤدنه شوې ، چې په نتيجه کې يې د يو پوليس اېس اېچ اويو سب انسپکټر په گډون څلور کسان مړه او ۱۳ نور ژوبل شوي دي .
د راولپنډۍ په گرېسي لېن نومې سيمه کې د امام باړې مخې ته د شوې چاؤدنې په اړه د پينډۍ د پوليس مشر اخترعمر لاليکا وئيلي ، دا ځان مرگي بريد دی . ځان مرگي بريد کوؤنکی چې د امام باړې مخې ته پوليس ودرولو نو هغه په دغه وخت ځان الوزولی دی .
پېښه کې مړي او ژوبل بېنظيربهټو روغتون ته رسول شوي دي . ژوبلو ۱۳ کسانو کې پوليس هم شامل دي .
د راپورونو ترمخه د چاؤدنې په مهال امام باړه کې د شيعه مسلمانانو مجلس روان وو . او مجلس کې تر ۷۰۰ پورې کسان موجود وو .
د چاؤدنې له امله په ځائې ولاړو گاډو ته هم زيان اوختی دی .
د بم ناکاره کوؤنکي املې چارواکو وئيلي ، چاؤدنه کې د څلورو نه تر پنځه پونډه پورې زورو بارود کارول شوي دي ، او بال بيرنگې هم پکې شامل دی .
پوليس چارواکو وئيلي د چاؤدنې د ځائې نه يې يوانساني سر، پښې ، تورې جامې او د شين رنگ يو جېکټ ترلاسه کړي دي . په دغو څيزونو شک کيږي چې دا د ځان مرگي بريد کوؤنکي د وجود اندامونه او جامې وي .
د شيعه مسلمانانو مجلس وحدت المسلمين او تحريک نفاذ فقه جغفريه گرېسي لېن کې د امام باړې مخې ته د شوې چاؤدنې غندنه کړي ، او وئيلي يې دي حکومت د فرقه ايزه نښتو په مخ نيوې کې ناکامه شوی دی .
د پنجاب صوبې په راولپنډۍ ښار کې د محرم د عاشورې د مرکزي جلوس په مهال هم يوه فرقه ايزه نښته شوې وه . او په هغې کې ۱۰ کسان وژل شوي او گڼ شمېر نور ژوبل شوي وو .
د تېر اتوار په ورځ لاهور ښار کې د شيعه ډلې يو مشر عالم علامه ناصرعباس په ډزو وژل شوی ؤ .
او تېره مياشت هم په لاهور کې د سني ډلې اهل سنت والجماعت د پنجاب صوبې مشر مولانا شمس الرحمان معاويه په هدف کړی شوی ؤ .
XS
SM
MD
LG