لاس رسیدونکی لینک

پينډۍ : چاؤدنه کې د شپږو عسکرو په گډون 13کسان وژل شوي


ډي سي او پينډۍ ساجد ظفر پېښه کې د نهه کسانو د وژنې پخلی کړی ؤ خو وروستو دغه شميره ديارلسو ته لوړه شوه

راولپنډۍ ښارکې د پاکستان پوځي مرکزجي اېچ کيو ته نزدې ارای بازار کې چاؤدنه کې د شپږو پوځي عسکرو په گډون نهه کسان وژل شوي او ۱٦ نور ژوبل شوي دي ، تحريک طالبان پاکستان د چاؤدنې ذمه واري قبوله کړي ده .

راولپنډۍ ښارکې د پاکستان پوځي مرکزجي اېچ کيو ته نزدې ارای بازار کې چاؤدنه کې د شپږو پوځي عسکرو په گډون 13 کسان وژل شوي او16 نور ژوبل شوي دي ، تحريک طالبان پاکستان ددغه چاؤدنې ذمه واري په داسې حال کې قبوله کړې چې له دې يوه ورځ وړاندې دخيبرپښتونخوا په بنو سيمه کې په يوه پوځي قابله شوې چاودنه کې د ٢٣ؤ پاکستاني فوځيانو د وژنې د پړې قبلولو وروستو وسله والو طالبانو حکومت ته په مشروط ډول د مذاکراتو وړانديز کړى ؤ.

دگل په ورځ د پاکستان پايه تحت اسلام اباد سره پېوست او پوځي مرکز جي اېچ کيو سره نزدې د راولپنډۍ ښار په ارای بازار کې د شوې چاؤدنې په اړه د پينډۍ ډي سي او ساجد ظفر مطبوعاتو سره خبرو کې وويل د چاؤدنې په نتيجه کې د پينځوؤ عسکرو سره نهه کسان وژل شوي دي . هغه وويل پېښه کې ۱۸ کسان ژوبل شوي او نزدې روغتون ته وړل شوي دي .

ډي سي او ظفر وويل په لمړي رپورټ کې معلومه شوې ده ، چې دا ځان مرگي بريد دی . ځان مرگي بريد کوؤنکی په موټر سائيکل راغلی او په دغه ځايې يې ځان الوزولی دی ، ولې نوموړي زياته کړه د پېښې دعلت په اړه کره مالومات کولی شي .
په دغه چاودنه کې وروستو د وژل شوؤ کسانو شميره د 6ؤ عسکرو په گډون ديارلسو ته رسيدلى دى.

د چاؤدنې په نتيجه کې ژوبل کسان نزدې پوځي اوډسټرکټ هېډکوارټرروغتون ته وړل شوي دي ، او د راپورونو ترمخه په ژوبلو کې د يو شمېر حالت مرگونې ښودل شوی دی ، چې ماشومان او زنانه هم پکې شامل دي .

راپورونه وايې چاؤدنه په داسې حال کې شوې چې په دغه ځايې د سکول ماشومانواو زنانؤو سره په لويه شمېره کې خلک موجود وو .

د چاؤدنې وروستو پوځي عسکرو او پوليسو علاقه په گېره کې اخستې ده او د لټون عمليات يې پېل کړي دي .

پينډۍ کې دغه چاؤدنه په ډېره حساسه سيمه کې شوې ده ، او له دې وړاندې هم په دغه سيمه کې بمي چاؤدنې شوي دي .

د پاکستاني طالبانو د تحريک وياند شاهدالله شاهد د دغه پېښې پړه په سراخستې ده ، او وئيلي يې دي چې دغه چاؤدنه يې په قبائيلي سيمو کې د روانو پوځي عملياتو او طالب مشر ولي الرحمان د وژنې په بدل کې کړې ده .

د اتوار په ورځ هم د خېبرپښتونخوا په بنوسيمه کې د پاکستاني پوځيانو په کاروان چاؤدنه شوې وه او لږ ترلږه ٢٣ عسکر پکې وژل شوي وو.

تحريک طالبان پاکستان د دغه چاؤدنې پړه هم منلې وه اووياند يې وئيلي ؤ چې دغه رنگ چاؤدنو او بريدونو ته به دوام ورکوي .


XS
SM
MD
LG