لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پينډۍ کې په امام باړه باندې ډزو کې دوه پوليس وژل شوي


په ډهوک سېدا سيمه کې پوليس د امام باړې په حفاظت مامور وو ، چې موټر نامالومه موټر سائيکل سورو وسله والو پرې ډزې اوکړې
په ډهوک سېدا سيمه کې پوليس د امام باړې په حفاظت مامور وو ، چې موټر نامالومه موټر سائيکل سورو وسله والو پرې ډزې اوکړې

د راولپنډۍ ښار په ډهوک سېدا سيمه کې په امام باړه باندې نامالومه وسله والو ډزې کړي ، چې په نتيجه کې يې دوه پوليس وژل شوي ، او د يو پوليس په گډون دوه نور کسان ژوبل شوي دي .

د راولپنډۍ ښار په ډهوک سېدا سيمه کې په امام باړه باندې نامالومه وسله والو ډزې کړي ، چې په نتيجه کې يې دوه پوليس وژل شوي ، او د يو پوليس په گډون دوه نور کسان ژوبل شوي دي .
د راپورونو ترمخه په ډهوک سېدا سيمه کې پوليس د امام باړې په حفاظت مامور وو ، چې نامالومه موټر سائيکل سورو وسله والو پرې ډزې اوکړې .
د پېښې په اړه د سيمې د پوليسو مشر راجه مصديق وئيلي ، ډزو کې درې پوليس او يو لاروی کس ژوبل شوي وو ، چې وروستو دوه پوليسو په ملټري روغتون کې ژوند د لاسه ورکړو .
د چارواکو په وينا د ډزو وروستو يې علاقه په خپله ولقه کې اخيستې ، او پلټنې يې پېل کړي دي .
د پايه تخت اسلام اباد سره پېوست راولپنډۍ ښار کې د عاشورې د مرکزي جلوس په مهال يوه نښته شوې وه . او په هغې کې ۱۱ کسان وژل شوي وو .
د روانې مياشتې په ۱۸ نېټه هم د راولپنډۍ په گرېسي لين نومي سيمه کې د يوې امام باړې مخې ته چاؤدنه شوې وه . او په دغه چاؤدنه کې د دوه پوليس افسرانو په گډون څلور کسان وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل شوي وو .
په ورستيو کې د پنجاب صوبې په مختلفو ښارونو کې فرقه ايزه نښتو کې د شيعه او سني ډلې مشران هم په نخښه کړی شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG