لاس رسیدونکی لینک

په پنجاب کې د وینې خپل (محرم) په زنا تورن دي


په پاکستان کې اسلامي نظریاتي کونسل د زنا بالجبر په کیسونو یا قضیو کې د ډي- این- ای ټسټ د ثبوت په توګه د نه منلو خبره هم کړی ده
اورنګزیب خان/ شعیب ذاده
په پاکستان کې د ښځو د حقونو لپاره کار کونکي غیر دولتي اداری عورت فاونډیشن وېلي د تیرې څه مودی راهسې په ټول پاکستان او بیا خاصاً پنجاب صوبه کې زنانه ؤ سره د (محرم) یا د کورنۍ د سړو لخوا د جنسي زیادتۍ په پیښو کې زیاتوالی راغلی دی. محرم هغه تن ته وېل کیږي د چا سره چې نکاح یا واده نه شي کیدې لکه پلار، ورور ، سخر یا زوی.
عورټ فاونډیشن واېی د روان کال د جنورۍ میاشت نه راپه دیخوا په پنجاب صوبه کې دریو زنانو سره پلار، یوې سره ورور، یوه د تره او یوه دسخر د زیاتۍ ښکار شوی ده. اداره واېي دا شمیرې مطبوعاتو کې د خپور شوو رپورټونو نه اخېستې شوي دي او ممکنه ده چې د داسې قسمه پیښو شمیره په اصل کې ددې نه هم زیاته وي.
په پنجاب صوبه کې تیر کال زنانه ؤ سره د جنسي تشدد ۱۴۰۰ پیښې مخ ته راغلې وې. روان کال بیا په پنجاب صوبه کې په زبردستۍ د قیدولو یا بندي کولو ۱۷۶۶ پیښې شوي دي. چې د کال ۲۰۱۲ په مقابله کې ۱۸ فیصده سوا ده. د عورت فاونډیشن سره کار کونکي رابعه هادي واېي په نورو صوبو کې هم داسې حالات دي خو په پنجاب صوبه کې دغه پېښې په میډیا کې د رپورټ کیدو په وجه مخ ته راځي. رابعه هادي واېي:
"په تیرو څو کالو کې په پنجاب کې مونږ اوکتل چې میډیا داسې قسمه کیسونه ډیر رپورټ کړي. زمونږ دا رپورټ هم د میډیا په رپورټونو باندی جوړ شوی. پنجاب کې داسې کیسونه زیات دي او ددغې وجوهات هم ډیر دي چې پکې لویه وجه د ښځې د خاوند د کور نه بهر د کار یا روزګار لپاره تلل هم دي. په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سنده صوبه کې بیا ښځې دومره لاس رسي نه لري چې دغه پیښې رپورټ کړي. او نه میډیا په دې صوبو کې داسې قسمه پیښو ته دومره اهمیت ورکوي."
په زنانه ؤ باندی د جنسي تشدد په پیښو کې د اضافې رپورټ په داسې وخت مخې ته راغلی چې د پاکستان په پارلیمنټ کې د زنانو د حقونو لپاره قانون هم منظور شوی دی. د زنانه ؤ د جنسي تشدد زیاتې پیښې پولیس ته هم نه رپورټ کیږي. او یو مشکل بیا د پولیسو بده رویه او قانوني مشکلات گڼلی کیږي. او یو ښکاره ثبوت ېې دا هم دی چې په پاکستان کې اسلامي نظریاتي کونسل د زنا بالجبر په کیسونو یا قضیو کې د ډي- این- ای ټسټ د ثبوت په توګه د نه منلو خبره هم کړی ده.
د پاکستان د حدود په قانون کې هم ښځې هغه هومره زور نه لري څومره چې يې سړي لري. په پاکستان کې د جنسي تشدد ښکار مشهوره مختاره مائي د تورن شوو خلکو پرضد قضیه په قانون کې د ښځو د بې وسۍ له امله باېللې وه. د عدالت په فیصله وروسته بیا اولسي ټولنو په حدود قانون سختې نیوکې کړی وی. لانجمن حدود قانون د پخواني پوځي آمر جنرال ضیاالحق په وخت کې جوړ شوی وو.
XS
SM
MD
LG