د بلوچستان صوبې په سر ښار کوئټه کې نامالومه موټر سائيکل سورو وسله والو په پرنس روډ يو هوټل باندې لاسي بم ويشتی ، او د چاؤدېدو له امله يې هوټل کې ناست يو کس وژل شوی ، او ۱۵ نور ژوبل شوي دي .
د کوئټې د پولييس مشر رزاق چيمه په فرنس روډ هوټل باندې د لاسې بم په بريد کې د مرگ ژوبلې پخلی کړی ، او وئيلي يې دي لاسي بم ويشتونکي د موقعې څخه تښتېدلي دي .
راپورونه وايي هوټل باندې په داسې حال کې لاسي بم ويشتل شوی ، چې گڼ شمېر کسان په هوټل کې ناشتې ته راجمع وو .
چارواکي وايي د پېښې سره سم پوليس او د ملېشې عسکر موقعې ته رسېدلي ، او علاقه يې په گېره کې اخيستې ده .
پېښه کې ژوبل کسان د کوئټې سول روغتون ته رسول شوي ، او ډاکټرانو وئيلي ژوبلو کې د درېو کسانو روغتيايي مرگونی دی .
راپورونه وايي د چاؤدنې له زوره هوټل او نزدې نورو ودانو ته هم زيان اوختی ، او په علاقه کې ويره ترخه خوره شوې ده . او چارواکي په علاقه کې سخت امنيتي گامونه پورته کړی شوي دي .
پوليس چارواکو وئيلي ، پېښه کې عامو خلکو ته مرگ ژوبله اوړېدلې ده . او د پېښې زمه واري تراوسه چا په غاړه نه ده اخيستې . خو پوليس شک کوي ، چې د پېښې په شا د بلوڅ بېلتون خوښو لاس دی .